1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاتالونيا ـ «چوپ اکثريت» خپله چوپتیا ماته کړه

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

په بارسلونا کي ۳۵۰ زرو انسانانو د کاتالونيا د بېلتون پر ضد لاريونونه وکړل. هغوی ځان ته د «چوپ اکثريت» خطاب کوي خو په يو نظر نه دي.

https://p.dw.com/p/2lUVT
Spanien Demonstration gegen Unabhängigkeitspläne in Barcelona
انځور: picture-alliance/dpa/N. Carvalho Ochoa

د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۸مه نېټه) په بارسلونا کي په سونو زره انسانان ښار ته راوتلي ول. له دغو احتجاج کوونکو څخه اکثرو يې د «ويوا هسپانيا» يعني «هسپانيا زنده باد» شعارونه ورکول. له احتجاج کوونکو څخه تقريبا هر يو له ځان سره د هسپانيا بيرغ درلود. چا دغه بيرغ پر اوږه اچولی ؤ، چا پر ملا يا بازو تړلی ؤ او چا بيا په هوا کي دغه بيرغ رپاوه.

په بارسلونا کي ژوند کوونکې او په تحصيل بوخته پيغله کريستينا هم له احتجاج کوونکو څخه وه. هغې وويل چي ټوله کورنۍ يې د هسپانيا ده: «زما مور له اېسترېمادورا او زما پلار له اندالوزيا څخه دی. بېلتون غوښتونکي هيڅ حق نه لري چي موږ له هسپانيا څخه وباسي. هر څوک چي غواړي ولاړ سي، نو ځي دي. خو موږ په يقيني توګه وايو چي تلل نه غواړو.»

ښېرازه اروپاکريستينا نه يوازي دا چي د هسپانيا بيرغ له ځان سره درلود، بلکي ورسره د کاتالونيا او اروپايي اتحاديې بيرغونه هم موجود ول. هغې وويل دغه درې واړه بيرغونه يې په دې وجه را اخيستي ولي چي دا هم هسپانوۍ، هم کاتالونۍ او هم اروپايي ده. له هغې سره مل ملګري يې وويل: «موږ وېشل سوې اروپا نه غواړو. موږ غواړو چي اروپا ښېرازه سي او موږ غواړو چي د ښېرازي اروپا برخه پاته سو.»

د بارسلونا په کوڅو کي داسي احتجاج کوونکي هم روان ول، چي په خپلو شعارونو کي يې د کاتالونيا د سيمې د رئيس پوګدېمونت د نيولو غوښتنه کوله. په احتجاج کوونکو کي يو شمېر داسي هم ول چي د کاتالونيا د بېلتون غوښتنې په تړاو په تر سره سوي ريفراندم کي يې د هسپانيا د حکومت تګلاره او د پوليسو مداخله وستايله. دغه ولسپوښتنه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه تر سره سوې وه او پکښي ګڼ شمېر کسان د پوليسو له خوا د رايه اچونې د مخنيوي په ترڅ کي ژوبل سول.

د يووالي پلويان له بيلو اړخونو څخه

هغه غورځنګ چي په سلهاؤ زره انسانان يې و احتجاج ته وهڅول په يو ږغ نه دی. د کاتالونیا د بېلتون پر ضد احتجاج ته بيلو ډلو بلنه کړې وه چي پکښي د هسپانيې ملتپال ګوند پي پي هم شامل ؤ. په تيرو نژدې اونيو کي په کاتالونيا کي يو شمېر احتجاجونه تر سره سول چي پکښي بېلتون غوښتونکو او د هغوی مخالفينو خپلې غوښتنې تکرار کړې. خو يو شمېر داسي کاتالونيان هم سته چي د ولسپوښتنې څخه تر مخه يې د بېلتون پر ضد احتجاجونه کول، خو کله چي په ولسپوښتنه کي پوليسو د رايه اچوونکو پر ضد له تاوتريخوالي کار واخيست، نو زيات شمېر دغه کسان وايي چي نور په بېلتون ضد احتجاجونو کي ګډون ته زړه نه ښه کوي.

خو ښايي د کاتالونيا د بېلتون پر موضوع روانه لانجه د زياتو کسانو له پاره هغه جدي مقام ته رسېدلې، چي له بيلو اړخونو څخه و احتجاج ته بلنه يې ومنله او بېل نظر لرلو باوجوده په یو احتجاج کي ګډونوال سول. په احتجاج کوونکو کي داسي کسان شامل ول چي يوازي يې د هسپانيې يا د کاتالونيا بيرغونه را اخيستي ول. داسي کسان هم زیات ول چي دواړه بيرغونه ورسره ول. له دغه احتجاج څخه يوه ورځ تر مخه د تاوتريخوالي ضد او د دواړو اړخونو تر منځ د خبرو اترو د غوښتنه کولو له پاره ګڼ شمېر کسان د بارسلونا په مرکزي ډګر کي لاريون ته راوتلي ول چي د ځان سره يې سپين بيرغونه ګرځول. د يکشنبې په ورځ هم بعضو کسانو د ورځ مخکي لاريون په تقليد سپينې بوغۍ يا پوقانې را اخيستې وې.

د يکشنبې د ورځي د احتجاج انسجام کوونکو د ماپښين په ورځ وويل چي رابلل سوي احتجاج کي يې تر يو مليون څخه زياتو کسانو ګډون کړی ؤ. خو ښاري پوليسو بيا وويل چي د احتجاج کوونکو شمېر ۳۵۰ زره ؤ.

دوه بيرغونه، دوه اړخونهايوان بېرسېدو یو له هغو کسانو څخه دی، چي د يکشنبې په ورځ په کور کي پاته سو. دا د هغه باوجوده چي هغه د کاتالونيا د بېلتون پر ضد دی. دغه کس چي په مسلکي توګه مهندس يا آرکيټېکټ دی وويل: «زه له هغه احتجاج څخه زياته بېره لرم چي پکښي د کاتالونيا پر ځای د هسپانيې بيرغونه رپيږي.»

د هسپانيې بيرغ په دوديزه توګه په زیاتو کاتالونيانو کي د فرانکو د وخت يادونه راپاروي. له همدې کبله هم نه يوازي د کاتالونيانو بلکه د زياتو هسپانويانو له پاره هم دا د زغملو وړ نه وي چي په کوڅه کي د ځان سره د هسپانيې بيرغ وګرځوي. ايوان بېرسېدو وايي: « دا يوه ښه خبره نه ده چي په يوه کوڅه کي دوه بېل اړخونه چي بېل بيرغونه د ځان سره لري، لاريون وکړي. دا په داسي حالت کي چي هغوی يو د بل سره د سيالۍ داسي چلن کوي چي څوک بېره لري چي ښايي اوس سره لاس او ګرېوان سي.»

ايوان د راتلونکي په هکله اندېښمن دی. هغه پوښتنه کوي چي که د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه) د کاتالونيا مشر پېګدېمونت د کاتالونيا د بېلتون اعلان وکړي نو به څه کيږي؟ په مادريد کي به د هسپانيې حکومت څه ډول غبرګون وښيي؟ ايا مادريد به د اساسي قانون ۱۵۵مه ماده تطبيق او له کاتالونيا څخه به برحاله خپلواکمنې بېرته واخلي؟ ايا مادريد به پېګدېمونت او د کاتالونيا نور بېلتون غوښتونکي سياستوال زنداني کړي؟ زيات کارپوهان وايي چي که دغه سوالونه په هو جواب سي، نو ښايي وضعه ډېره کړکېچنه سي. هغوی اټکل کوي چي په داسي حالت کي به د بېلتون غوښتونکي خپلو کورونو ته ستانه نه سي او نه به خپله ماته ومني. دغه کارپوهان اټکل کوي چي ښايي په داسي حالت کي خبره تر تاوتريخوالي ورسيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.10.2017):

Spanien Referendum Proteste in Barcelona
ايوان بېرسېدو په احتجاج کي ګډون نه ؤ کړیانځور: DW/M. Müller
Spanien Referendum Proteste in Barcelona
کريستينا وايي چي هم کاتالونۍ، هم هسپانوۍ او هم اروپايي دهانځور: DW/M. Müller