1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې ګرځبندیز؛ خلک له کومو ستونزو سره مخ دي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره کابل کې ګرځبندیز سخت کړای شوی دی. په تازه محدودیتونو کې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3anoo
Afghanistan Kabul | Coronavirus | Ausgangsbeschränkungen
انځور: DW/A. Ghazanfar

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کرونا ویروس د چټکې پراختیا د مخنیوي په موخه یې له نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۱۲مه) ګرځبندیز سخت کړی.

په تازه محدودیتونو کې، د کابل او ولایتونو ترمنځ تګ راتګ بند شوی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل: «د کابل پولیس دنده لري چې د خلکو د ګڼې ګوڼي او تګ راتګ مخنیوی وکړي، دغه راز کابل څخه نورو ولایتونو او نورو ولایتونو څخه کابل ته هم د مسافرینو په تګ راتګ بندیز لګیدلی.»

افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو په ډېرېدو سره چارواکو د ګرځبندیز د لاسختولو خبرداری ورکړی.

عامي روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساتونو کې د ۵۲ نویو مثبت پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ ته لوړ شوی.

ددغه وزارت چارواکو د کرنطین پر دوام ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نوي وضع کېدونکي محدودیتونه په جدي توګه مراعت کړي.

ګرځبندیز او بې وزلي

له خوراکي توکو پرته د کابل ښار ډيری هټی تړلي او نیږدي ۹۵ سلنه کاروبار په ټپه ولاړ دی.

Afghanistan Winter | Schnee in Kabul | Armut
د کابل ښار په واټونو کې په لسګونو ماشومان سوالګري کويانځور: DW/G. Adeli

ددغه ښار یوه موټر چلونکي حمید دویچه ویله ته وویل، د ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره ګرځبندیز ښه ګام دی خو حکومت د خلکو پر بې وزلۍ هم سترګې پټي کړي: «له تیرې نیږدې یوې میاشتې چې کابل ښار کې کاروبار دریدلی، دکانونه تړل شوي او خلک نه راوځي د خلکو اقتصاد هم په ټپه ولاړ دی، ډير خلک پیژنم چې د سهار او ماښام ډوډی نه لري.»

دغه موټر چلونکي د ګرځبندیز پرمهال د پولیسو له ناوړه چلند څخه هم شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې ان ځیني مهال ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، په داسې حال کې د ګرځبندیز په طرحه کې په دې اړه وضاحت شته. ده وویل: «پولیسو ته باید پوهاوی ورکړل شوی وای، له هرچا سره جدي چلند نه دی په کار کله نا کله ناروغ هم نه پریږدي.»

که له یوې خوا په ګرځبندیز کې د حکومت او چارواکو پر چلند نېوکې شته، له بل لوري خلک هم په دې برخه کې د قرنطین او ځان ساتنې ته ډیر پام نه کوي. مدني فعال ایمل خان صافي دویچه ویله ته وویل: «خلک هم بې غوره دي بې ضرورته ګرځیدلو څخه اوس هم پرهیز نه کوي د ګرځبندیز شرایط باید ومني.»

ښاغلی صافی زیاتوي په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه په هغه کچه نه دي چې د کرونا له امله د مړینو پېښې کنترول شي: «د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د عامي روغتیا وزارت د بې غوری له امله ان ډاکټران د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي، دغو ډاکټرانو ته نه ماسکونه ورکړل شوي او نه هم نور طبي او حفاظتي وسایل.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په ټولیزو شبکو کې د کابل د اندراګاندي روغتون د هغه ډاکټر انځور لاس په لاس کیږي چې ویل کیږي د کرونا له امله مړ شوی.

ایمل صافی وايي، په روغتونونو کې د شته ناوړه وضعیت له امله خلکو ته په کار دي چې له ګرځېدلو ډډه وکړي.

اسماعیل شاکر – کابل