1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت هم له طالبانو سره خبري کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

په ریاض کي میشت یو افغان ډیپلومات د دوشنبې په ورځ د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چي افغان چارواکي به د طالبانو له استازو سره په سعودي عربستان کي خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/13tjC
ارگ وايي چي تر اوسه لا له طالبانو سره خبري نه دي پيل سوي
ارگ وايي چي تر اوسه لا له طالبانو سره خبري نه دي پيل سويانځور: AP

دغه افغان ډیپلومات د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چي د طالبانو او افغان حکومت یو پلاوی به په سعودي عربستان کي سره وویني. دغه ډیپلومات د طالبانو او افغان پلاوي تر منځ د لیدني وخت مشخص کړی نه دﺉ.

د هغه په خبره په سعودي عربستان کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري د قطر له بهیر سره تړاو نه لري.

د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ میاشت کي طالبانو په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چي له امریکايانو سره په قطر کي د یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه یوې لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي. که څه هم افغان حکومت له دغه بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړی دﺉ خو ولسمشر کرزی تل ټینګار کوي چي په افغانستان کي د سولي هر بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي.

دا په داسي حال کي ده چي په کابل کي د افغان حکومت یوه ویاند وویل چی لا تر اوسه پوري په سعودي عربستان کي له طالبانو سره د خبرو اترو کولو په موخه عملي ګامونه پورته شوي نه دي. د افغان حکومت د رسنیو د دفتر مشر د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه پوري په سعودي عربستان کي له طالبانو سره د خبرو اترو کولو له پاره عملي گامومه نه دي پورته شوي.»

هغه زیاته کړې ده چي افغان حکومت تل له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره سعودي عربستان ته پر قطر ترجیح ورکړي ده. هغه ویلي دي چي کیدای شي په سعودي عربستان کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري پیل شي. د افغان حکومت د رسنیو د دفتر د مشر په خبره له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره قطر یوازینی ځای نه دئ.

ویل کیږي چي د طالبانو استازو په قطر کي د متحده ایالاتو له استازو سره خبري اتري پیل کړي دي چي د افغانستان لس کلنې جگړي ته د پای تکی کښیږدي.

طالبانو ویلي دي چي قطر کي به د خبرو اترو له پاره یو سیاسي دفتر پرانیزي. د طالبانو يوه غړی ویلي دي چي افغان حکومت غواړي چي په سعودي عربستان کي له طالبانو سره خبري اتري پیل کړي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د لاري هوارولو له پاره به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره افغانستان ته سفر وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ویلي دي چي افغانستان ته د میرمن رباني سفر به د پاکستان او افغانستان په روابطو کي یو نوی پړاو وي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب