1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: له طالبانو سره په ترکیې یا عربستان کې خبرو ته چمتو یو

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۰, یکشنبه

افغان حکومت وایي چمتو دی چې له طالبانو دې سره خبرې اترې په جدي توګه تعقیب کړي. د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله پلان شوې ده چې په ترکیه او یا سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې اترې وشي.

https://p.dw.com/p/19NeH
This is a view of the presidential palace in Kabul, Afghanistan, shown in April 1992. (AP Photo)
Afghanistan Präsident Palast in Kabulانځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي، څو میاشتې مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره د خبرو اترو د تر سره کولو یوازینۍ پته د قطر دفتر دی او نور هیوادونه نه شي کولای په پاشلې توګه د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې ۱۱ نیټه) په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل: «د افغانستان دولت دې ته چمتو دی چې د خبرو اترو له پاره یو دفتر په یوه سیمه ییز اسلامي هیواد کې جوړ شي. سعودي عربستان یا ترکیه به لومړیتوب ولري ترڅو د طالبانو باصلاحیته استازي وتوانیږي د سولې د عالي شوری له استازو سره اړیکه ټینګه کړي او د دواړو اړخونو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو زمینه مساعده شي.»

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند روښانه کړه چې افغان حکومت اوس هم په افغانستان کې دننه له طالبانو سره د خبرو ترسره کیدل د خپلو لومړیتوبونو له ډلې څخه بولي. هغه وویل چې طالبان د افغانستان په هرې سیمې کې چې غواړي خپل دفتر پرانیستلی شي ترڅو د سولې مستقیمي خبرې اترې پر مخ ولاړې شي.

موسی زي زیاته کړه چې که چیرې طالبان د کوم دلیل له مخې نه غواړي چې په افغانستان کې دفتر پرانیزي نو افغان حکومت دې ته چمتو دی چې له هغوی سره په ترکیې او یا هم سعودي عربستان کې خبرې اترې وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په پیغام کې ویلي وو چې که طالبانو په افغانستان کې خپل بیرغ پورته کړی وای نو د دغه ډلې بیرغ بیرته نه ښکته کیده. تر دې مخکې طالبانو په قطر کې یو دفتر پرانیستی وو چې د ولسمشر کرزي تر نیوکو وروسته بیرته وتړل شو. ولسمشر کرزي په قطر کې د طالبانو پر دفتر باندې د هغوی د بیرغ پر پورته کیدو او د دفتر پر لوحې باندې د «افغانستان اسلامي امارت» د عبارت د کاریدو پر ضد غبرگون ښوولی وو.

د امنیتي موافقتنامې پر سر خبرې اترې

په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د امنیتي همکاریو د سند پر سر غیر رسمي خبرې اترې اوس هم روانې دي. افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د بیرغ د پورته کیدو په غبرګون کې د نوموړې موافقتنامې پر سر رسمي خبرې اترې ځنډولې وې. موسی زي وویل: «د یوه دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سر د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو درې رسمي دورې تر سره شوي دي او غیر رسمي خبرو اترو هم ادامه لرله. په دې برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. په ځانګړي توګه د دغه تړون د مسودې د ګډ متن په اړه.»

موسی زي وویل چې که دغه تړون په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتلو سره مرسته کولای شي نو کابل به یې له واشنگټن سره لاسلیک کړي: «په هغه صورت کې چې د تړون وروستی متن د افغانستان د اساسي ګټو، د امینت او سولې د تامیندو او د افغانستان د ځوانې دموکراسي د پیاوړي کیدو په گټه تمام شی نو موږ په بشپړه توګه چمتو یو چې له امریکا متحده ایالاتو سره دغه شان یو تړون لاسلیک کړو.»

امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون باید په افغانستان کې تر ولسمشریزو کمپاینونو مخکې لاسلیک شي. موسی زي وویل تر هغه وروسته چې د تړون د مسودې د وروستي متن په اړه موافقه وشي، نو د لاسلیکیدو تشریفاتي مراسم به یې ډیر وخت و نه نیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب