1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د امریکا د مرستیال ولسمشر ناببره سفر

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په یوه ناببره سفر کابل ته ولاړ. هغه پاکستان ته د ترمپ دا خبرداری تکرار کړ چې ترهګرو ته پټنځایونه ور نه کړي. پینس له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره هم لیدلي.

https://p.dw.com/p/2po2Z
US-Vizepräsident Mike Pence zu Besuch bei Ashraf Ghani in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

 مایک پینس د ولسمشر ترمپ د ادارې تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي. هغه د پنجشنبې په ورځ د بګرام هوایي ډګر ته ورسید، څو له امریکایي پرسونل څخه مننه وکړي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده ایالاتو له لوري د القاعدې او طالبانو پر ضد جګړه چې په نیویارک او واشنګټن باندې د سپتمبر د یوولسمو بریدونو څخه وروسته په لاره واچول شوه، اوس په امریکا کې د عامه خلکو د توجه وړ نه ده. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه انګیرل کیږي، چې نن سبا اولسم کال ته غځیږي.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر خپلو ځواکونو ته په وینا کې وویل: «د امریکا خلک د دې وړ دي چې دلته د راټولو شوو کسانو د زړورتیا له کبله، موږ د افغانستان د آزادۍ له پاره جګړه کې ریښتونی پرمختګ کوو.» هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ډیر زیاتوالی راغلی دی او «د افغان شریکانو سره په ګډه موږ طالبان دفاعي حالت ته راوستي دي.» مایک پینس همداشان د مخدره توکو د قاچاق شبکې د هدف نیولو ته هم اشاره وکړه کوم چې له طالبانو سره په تمویل کې مرسته کوي.

US-Vizepräsident Mike Pence zu Besuch in Afghanistan
د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر په بګرام هوایي اډه کې له امریکایي عسکرو سره ولیدلانځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر همداشان د بګرام له هوایي اډې څخه په څرخي الوتکه کې د کابل زړه ته سفر وکړ او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، سره یي لیدلي دي. مایک پینس ویلي دي چې «موږ په ګډه اوږده لاره پر مخ لرو.»

مایک پینس د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان پر وړاندې د ترمپ خبرداری تکرار کړ چې د طالبانو ډلو او هغو وسلوالو تندلارو جهادیست ډلو ته د پټنځایونو ورکولو لړۍ ودروي چې د امریکایي ځواکونو او د هغوی افغان متحدینو پر وړاندې جنګیږي. د پينس په خبره ترمپ پاکستان ته خبرداری ورکړی دی.

مایک پینس په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل: «پاکستان له متحده ایالاتو سره له ملګرتیا څخه ډیر څه تر لاسه کولای شي، خو که پاکستان جنایتکارانو او ترهګرو ځای ورکولو ته ادامه ورکړي نو ډیر څه به له لاسه ورکړي.»

د مایک پینس دغه سفر څلور میاشتې وروسته له هغې تر سره کیږي چې ترمپ د افغانستان او سیمې له پاره نوي ستراتیژي اعلان کړه. په پام کې ده چې په دې اوونۍ کې به پینس مصر ته سفر وکړي.