1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښي عوام پال «اروپايي ټولنه خاورو ته وسپاري»

۱۳۹۶ آذر ۲۶, یکشنبه

د اروپا په پارلمان کې د «ANF» په نوم د ښي عوامپالو فراکسيون د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې خپله کنګره تر سره کوي. دغه ځای د تصادف له مخې نه دی ټاکل شوی، ځکه چې په چک کې د افراطي نظرياتو له پاره زمينه تر ډېره مساعده ده.

https://p.dw.com/p/2pVGU
Rechtspopulistische Parteiführer
ګيرت ويلدرز، توميو اوکامورو، مارين لپن (کيڼ اړخ)انځور: Getty Images/M.Cizek

مارين لې پېن، توميو اوکامورا او خېرت ويلدرس ـ له ټولې اروپا څخه ښي او عوام پال سياستوال د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې سره راغونډ شوي دي. هغوی اوس په اوسنۍ بڼه د اروپايي ټولنې پای غوښتی دی.

د اروپايي پارلمان د يوه فراکسيون په دغه غونډه کې مشهور عوام پال کسان لکه د هالنډ خېرت ويلدرس او له فرانسې څخه د «فرون ناسيونال» مشره مارين لې پېن هم اشتراک کوي. په پارلمان کې حاضر دغه فراکسيون «د ملتونو او آزادۍ يوه اروپا» نوميږي چې مخفف يې «اي ان اف» دی. ويلدرس د اروپايي ټولنې اصلي مقر او ښار ته په اشارې سره وويل: «بروکسل زموږ د ملي دولتونو له پاره يو اساسي خطر دی.»

مارين لې پېن بيا اروپايي ټولنه يو «فاجعې ته ورته سازمان» وباله. دغو ښي اړخو ملګرو همداراز د کډوالۍ او مهاجرت پر ضد خبرې وکړې. ويلدرس د چک جمهوريت او د اروپايي ټولنې د شرقي هېوادونو موقف وستايه او ويې ويل: «زه هيله لرم چې چکان به خپلې دروازې د ډله يزې کډوالۍ په وړاندې تړلې وساتي.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د چک، هنګري او پولنډ پر ضد حقوقي دعوې کړې دي ځکه چې هغه د اروپايي ټولنې له خوا تعيين شوي د کډوالو د وېش شاخصونه نه مني او نه يې عملي کوي.

اوکامورا او «د مسلمانانو له خوا د استعمار ګواښ»

د غونډې کوربه، توميو اوکامورا، چې د چک د آزادۍ او مستقيمې دموکراسۍ پر ګوند پورې تعلق لري، وويل چې «په اروپا کې د مسلمانانو له خوا د استعمار ګواښ» موجود دی.

يوازې يو څو سوو خلکو د چپي ډلو له خوا د متقابل لاريون له پاره بلنه منلې وه. هغوی د غونډې د مقر، يعنې يوه هوټل مخکې داسې شعارونه ورکول لکه «خجالت» او داسې اوږده ټوکران يې پورته کړي ول چې ورباندې ليکل شوي وو: «ټولنيز عدالت د تعصب، ملت پالنې او له پردو سره د کينې پر ځای».

پوليسو سخت امنيتي تدابير نيولي وو او يوې څرخي الوتکې هم خپلې دورې وهلې. د آلمان له پاره د بديل عوام پال ګوند په غونډه کې برخه وانه خيستله. د «اي ان اف» د فراکسيون غړی، مارکوس پرېڅل د آلمان له پارلماني انتخاباتو وروسته له آبي يا شنه ګوند سره يو ځای شوی وو او د خپلې ښځې او د د آلمان د بديل ګوند د پخوانۍ مشرې، فراوکه پېتري، پر پله يې پل ايښی وو. د اروپايي ټولنې په پارلمان کې عوام پال فراکسيون تر ټولو کوچنی فراکسيون دی چې تر اوسه پورې ډېرې لاسته راوړنې هم نه لري.

د کډوالو پر وړاندې سخت دريځ

دا چې د پراګ ښار، د غونډې له پاره غوره شوی دی، کوم تصادف نه دی. داسې ښايي چې د اروپايي ټولنې مخالفين داسې حساب کوي چې هلته به د دوی افراطي نظرياتو ته ښه زمينه موجوده وي. د غونډې کوربه، اوکامورا، د اکتوبر په مياشت کې په پارلماني انتخاباتو کې له خپل ښي اړخي ګوند سره له ۲۲۰ چوکيو څخه ۲۲ ګټلې وې، چې د کډوالو او د اسلام پر ضد يې سخت دريځ غوره کړی و. د اروپایي کميسيون له خوا د يورو باروميتر په نوم نظرپوښتنه کې يوازې ۳۳ فيصدو چکيانو اروپايي ټولنه مثبته ګڼلې وه. دا د اروپايي ټولنې په ۲۸ غړو هېوادونو کې تر ټولو ټيټه شمېره وه.   

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.11.2016):