1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريايان ښي اړخي سياستوال ته: د قهوې پيسې مو خپله ورکوو

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

په آلمان کې ميشت سوريايان د يو ښي اړخي افراطي سياستوال خبرو په غوصه کړي دي. دغه سياستوال ويلي دی چې د سوريايي مهاجرو د قهوې پيسې د آلماني ماليه ورکونکو له جيب څخه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/2uWHk

 تيره اوونۍ د آلمان ښي اړخي سیاسي ګوند «آلمان له پاره بديل ګوند (AfD)» اوه غړی سوريه ته سفر وکړ تر څو د دغه هيواد د امنيتي وضعيت په اړه معلومات راټول کړي. دوی هيله مند وله چې وښيي دغه هيواد امن دی تر څو وشي کړای رد شوي سوريايي مهاجر بيرته خپل هيواد ته اخراج کړي.

د آلمان د پارلمان يو غړی کريستين بلکس چې د «آلمان لپاره بديل» ګوند څخه دی، خپل يو انځور خپور کړی چې د حمص په جګړه ځپلي ښار کې د قهوې څښکلو په حال کې دی. هغه د دغه انځور په شرح کې لیکلي دي: « په داسې حال کې چې په اصطلاح» د حمص ښار سوريايي مهاجر په برلین کې زموږ د ماليه ورکونکو پر پيسو قهوې څښکي، موږ دلته په خپلو پيسو قهوه څښکو.»

په آلمان کې سوريايي مهاجرو د دغو څرګندو په غبرګون کې د قهوې عکسونه او لنډې ويديوګانې خپرې کړي دي او ویلي يې دي چې «د قهوې پيسې مې په خپله ورکوم». په انترنيت کې دغه راز د «خپلې قهوې پيسې مې خپله ورکوم» هشتګ کمپاين هم په لاره اچول شوی دی.

په برلین کې د طب پوهنځي محصل اولا سليمان چې  د دغه کمپاين ګډونوال دی وايي: «کله مې چې د داکتر کريستين بلکس انځور وليد، هغه ډير ناهيلې کوونکی او پارونکی وو.»

سليمان چې په برلين کې د ټولنيز ادغام په يوه مرکز کې کار کوي، وايي چې تر اوسه يې ټول سوريايان چې ليدلي غواړي کار وکړي، خو د کار موندل ورته لويه ستونزه ده.

Twitter Account Christian Blex, AfD - Reise nach Syrien
 د «آلمان له پاره بديل ګوند» يو غړی کريستيڼ بلکس په دمشق کېانځور: twitter.com/ChristianBlex

سوریې ته «د آلمان له پاره بدیل» ګوند د پلاوي سفر

د آلماني ښي اړخه ګوند غړي تر مسلمان کیدو وروسته استعفأ وکړه

یو بل سوريايي مهاجر مهند مالک په ټولنيزې شبکه کې د يو انځور په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کمپاين کولای شي د «آلمان له پاره بديل» ګوند ته يو پيغام واستوي چې سوريايان هم د دغې ټولنې[آلمان] برخه ده.

مالک د ۲۰۱۶ کال راهيسې په آلمان کې اوسيږي او د «سلولي بيولوژي» په برخه کې د څيړونکې په توګه کار کوي. هغه وايي. « فکر کوم کله چې هغه له سورېې څخه ليدنه کوله، هو امکان لري چې د قهوې پيسې يې په خپله ورکړي وي، خو کوم امنيت چې ورته نيول شوی وو د خپل جيپ څخه يې نه وو، بلکه د هغې پیسې د سوريه د ماليه ورکونکو له خوا ورکړې شوې دي.»

مالک رويترز تلويزيون ته وويل: «موږ مهاجر يو. او غواړو چې د آلمان په انساني سرمايه کې برخه واخلو.»

د آلمان له پاره بدیل ګوند استازی: اسلام دین نه، ایډیالوژي ده

 په نوامبر مياشت کې کله چې ښي اړخي ګوند «آلمان له پاره بديل» په دې وتوانيد چې د آلمان په عمومي ټاکنو کې دريم ځای خپل کړي، وړانديز يې وکړ چې په آلمان کې ميشت نیم ميليون هغه سوريايي مهاجر چې د پناه غوښتنې يې رد شوي دي بيرته دې سوريې ته واستول شي. دغه ګوند ويلي وو چې جګړه تر ډيره بريده نوره ختمه شوې ده.

 د یاد ګوند يو بل سياستوال يورګن پوهل چې هغه هم سوريه ته سفر کړی دی وايي، سوريايان کيدای شي چې د سوريې ځينو مشخصو امن سيمو ته واستول شي، خو نه داسې سيمو لکه دمشق ته څيرمه ختيځه غوطه، چيرته چې جګړه په کې روانه ده.

پوهل آلمانۍ راډيو، «دويچه فونک»ته ويلي دي: « د دمشق په مرکز کې، حاضردمه هيڅ ستونزه نشته چې مهاجر دې هلته وانستول شي.»

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: