1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښایي ۴۰۰۰ افغانان د امریکا ویزې تر لاسه کړي

۱۳۹۶ تیر ۸, پنجشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو جرگه گۍ د هغو افغانانو له پاره چې د امریکایي ځواکونو یې سره د ترجمانۍ او په نورو برخو کې کار کړی وي ۴۰۰۰ ویزې تصویب کړې دي.

https://p.dw.com/p/2fbql
Passdokument Afghanistan
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia

د امریکا متحدو ایالاتو دغه جرگه گۍ د ملي دفاع اختیاراتو، د نوې کلنۍ قانون په مسوده کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د نورو ویزو ورکړه هم شامله کړې ده. دغه قانون د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت له پار د ۲۰۱۸ مالي کال د بودجي لومړیتوبتونه تعینوي چې ښایي ۶۵۰ میلیارده ډالره وي.

د متحدو ایالاتو د سنا او استازو مجلس اوسمهال د قانون پر نوو مسودو باندې هم کار کوي چې له یوه او بل سره مطابقت ولري. مخکې له دې چې دغه څه په قانون واوړي باید د کانگرس له دواړو خونو تصویب شي او ولسمشر دونالد ترامپ ته د لاسلیک له پاره واستول شي.

د سنا کمېټې د وسله والو خدمتونو جرگه گۍ ۲۷ سره غړو د دفاعي پالیسۍ بل، په پلویتوب خپله رای وکاروله. په دغه بل کې د هغو افغانانو له پاره د ویزې ورکول هم شامل دي چې د کډوالۍ د ځانگړۍ دریځ مستحق دي.

په افغانستان کې یو شمیر افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ترجمانانو، اور وژونکي عملې او یا هم په ساختماني برخو کې کار کړې دی.

د افغانانو له پاره د کډوالۍ ځانگړۍ ویزا (SIV) پروگرام هغو افغانانو ته چې د خپل ژوند په خطر اچولو سره یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی وي اجازه ورکوي چې د یو سختې ځانگړې ارزونې وروسته متحدو ایالاتو ته کډوال شي.

په مارچ میاشتې کې په کابل کې د متحدو ایالاتو سفارت وویل چې دوی د دغه ځانگړي پروگرام په ترڅ کې په کابل کې له عریضه کوونکو سره مرکې بندې کړې دي، ځکه چې په وینا یې د ویزو له کمښت سره مخامخ دي. خو استازو په اپریل میاشتې کې د لگښتونو په یوه بل کې نورې ۲۵۰۰ ویزې هم شاملې کړي څو دغه پروگرام جاري وساتل شي.

د دیموکراتو سناتور جین شاهین چې د جمهوري غوښتونکو له سناتور جان مکین او د وسله والو خدمتونو له جرگه گۍ سره یې دغه مسوده پر مخ وړله ویلي دي چې دوی د هغو ملکي افغانانو ډیر منندوی دي چې په افغانستان کې یې د متحدو ایالاتو له ماموریت سره مهم ملاتړ کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):