1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژبي ولي مري؟

۱۳۹۵ اسفند ۳, سه‌شنبه

د يونسکو د اټکلونو پر اساس په نړۍ کې ۶۰۰۰ ژبې موجودې دي چې کابو نيمايي یې کيدای شي ډير ژر له منځه ولاړي شي. تر ټولو زيات خطر بومي ژبو ته متوجه دی چې د ځينو د ساتلو له پاره نوره هيڅ مرسته نه شي کيدلای.

https://p.dw.com/p/2XxVw
Deutschland Unterricht auf Sorbisch in Cottbus
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

په ټوله نړۍ کې  ډیري ژبې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي. په آلمان کې هم د «نيدرسوربيش» بومي ژبه يوازي ۷۰۰۰ انسانان وايي. همدا راز په شمالي امريکا کې د «کايوگا» ژبه هم يوازې د ۲۵۰ کسانو مورنۍ ژبه ده، چي د منځه تلو له خطر سره مخامخ ده. همدا راز د دالابون بومي ژبه يوازي یولسو او يا هم تر لږ انسانان پرې خبري کوي.

هر کال د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي د لمانځلو هدف د ژبو تنوع ته د خلکو پام راګرځول دي. د ملګرو ملتونو د روزنیزي، علمي او کلتوري ادارې يونسکو د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې کابو ۶۰۰۰ ژبې ويل کيږي چې ۲۵۰۰ يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په فرانسه کې د «علمي څېړنو د ملي مرکز» غړې کاتارينا هاوده، چې مخکې یې له ګواښ سره د مخامخ ژبو له آلماني ټولني سره په افتخاري توګه کار کاو، وايي: «د خطر يوه ډيره ښکاره نښخه داده چې مور او پلار له خپلو اولادو سره پخپله ژبه خبري نه وکړي.»

نړيوال کيدل هم پکښي مهم دي

هاوده په لاتين امريکا کې د ا پديده پخپله مشاهده کړې. هغې د لسو کالو په اوږدو کې تل د بوليويا سانتا انا دیل ياکوما ته په منظم ډول سفرونه وکړل. د ۱۲۰۰۰ وګړو دغه ښار د ژبپوهني له پلوه ډير جالب دی: دلته هغه ۱۵۰۰ وروستي انسانان اوسي چې د موويما پخوانۍ ژبه یې مورنۍ ژبه ده. خو دا ټول کسان ډير زاړه دي، د ډيری يې ۷۰ کلن دي.

ژبپوهان د يوې ژبي د وروسته پاتي والي په هلکه بيلا بيلو توضيحات وړاندي کوي. په آلمان کې د له منځه تلو له ګواښ سره د مخامخ ژبو د «ماکس ـ پلانک» انستيتوت د آرشيف مشر پاول تریسلبیک، وايي: «ګلوبلايزیشن يا نړيوال کيدنه یې په رښتيا هم يو عامل دی.» دی زياتوي: «انسانان فکر کوي چې که نوري ژبې زده کړي نو په ژوند کې ورته چانسونه ډيریږي.» همدا زار يو فکتور دا هم دی چې د کليو او لیري پرتو سيمو خلک لويو ښارونه ته مخه کوي.

ډيري ژبې د له منځه تلو په حال کې دي

کاتارينا هاوده، وايي زياتره بومي ژبې چې کتبي شوي نه دي، خطر ورته متوجه دی. په بوليويا کې د ښوونځيو د درسي نصاب څخه د کوچنۍ مورنۍ ژبې موويما ایستلو هم پر دې ډير اغیز وکړ. هاوده زياتوي: «په۱۹۵۰م کلونو کې په بوليويا کې داسي ښوونځي رامنځته شول چې يوازې په هسپانوي ژبه پکښې درس ورکول کيده.» د دې په پايله کې ميندو او پلرونو هم له خپلو اولادونو سره د هسپانوي ژبې په ويلو پيل وکړ او خپلې مورنۍ ژبې ته یې شا کړه. وروسته په ۱۹۹۴م کال کې د ښونیزو اصلاحات له لاري ۳۰ بومي ژبو بیرته د بوليويا په ښوونځيو کې ځای پيدا کړ.

د يونسکو په حواله له۱۹۵۰م کال راهيسي تر۲۰۰ زياتي ژبي مړې شوي دي. پاول تریسلبيک، له ويچه ويله سره په خپله مرکه کې وويل: «په تيرو لسيزو کې ښايي د ورکو شويو ژبو شمير ډير لوړ شوي وي.»

د لسو کالو په اوږدو کې څيړونکو د نړۍ ليري پرتو سيمو ته سفرونه وکړل او هلته یې له هغو انسانانو سره خبرې وکړې چې مورنۍ ژبې یې له ګواښ سره مخامخ دي. د دوی ويديوګانې او صوتي مواد د معلوماتو په آنلاين مرکزونو کې ساتل شوي دي.

تشويق پريکړنده نقش لري

تریلسبيک وايي: «د دې پروژې هدف د څېړنيزو موخو له پاره له ګواښ سره د مخامخ ژبو په اړه معلومات راټولول ول، خو دا آرشيف د ژبو له پاره ښايي ډير مهم وي.»

دی زياتوي دغه سوابق د تدريسي موادو د اساس په توګه کارول کيدای شي خو د يوې داسې ژبې د بیرته غوړيدو له پاره کافي نه دي چې د ورکيدو په حال کې وي. تريلسبيک زياتوي: «تر ټولو مهمه داده چې د يوې ژبې راتلونکو نسلونو ته د انتقال له پاره انګيزه او تشويق له نوي سره پيدا شي.»

نوموړی زياتوي: «دې کار هم مثبت تاثير کړی چې ډير انسانان د ځيرکو تليفونو له لاري انترنت ته لاس رسی لري په دې توګه دوی ډيري بومي ژبې د مثال په توګه د يوټيوب له لاري اوريدلای شي.» د تریلسبيک په آند دا هم د يوې ژبې په ساتنه کې مرسته کولای شي.