ډیري گرمي چای د مرۍ سرطان خطر لوړوي
۱۳۹۸ فروردین ۴, یکشنبهدا خبره په ایران کي یوې لويي څيړني په اثبات رسولې ده. د دغي څیړني پر اساس ډیري گرمي چای د مرۍ سرطان د رامنځته کیدو سبب کیږي. څوک چي په منظم ډول سره د ورځي ۰،۷ لیټره چای د حداقل ۶۰ درجو حرارت سره چښي، په ښکاره ډول سره یې د دې خطر لوړ دی، چي د مرۍ سرطان ورته پیدا سي. دغي نتیجه گیرۍ ته د تهران د پوهنتون (Tehran University of Medical Sciences ) د استاد، فرهاد اسلامي په مشرۍ یوه څیړنه رسیدلې ده.
د تودو چای چښل او مرۍ په سرطان اخته کیدلو ارتباط د پخوا څخه لا موجود دی. ځکه نو د سرطاني تحقیقاتو له پاره نړیوال آژانس(IARC ) تر ۶۵ درجو گرمي چای چښل د « سرطان د ممکنه سبب کیدو» په توگه درجه بندي کړي دي. د جرمني د سرطاني تحقیقاتو د مرکز (DKFZ ) د سرطاني معلوماتو آژانس هم په خپله انټرنیټ پاڼه کي د گرمي چای له کبله د مرۍ سرطان رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړی دی.
فرهاد اسلامي د خپلو دغو تحقیقاتو په خاطر د ۲۰۰۴ م کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پوري د گلستان په ایالت کي تر ۵۰۰۰۰ اضافه نارینه وو او ښځو ارقام راټول کړي او دغي نتیجې ته رسیدلی دی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 01.03.2019)