1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هم بې له انټروي د مهاجرو برخلیک په هکله تصمیم نیول کیږي

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د امنیتي اندیښنو په پام کې نیولو سره د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته هدایت ورکړی دی چې د هر یو مهاجر دوسیه دې باید په ځانگړې توگه وڅیړل شي.

https://p.dw.com/p/1IZ9N
انځور: picture alliance/dpa/U. Zucchi

اوس هم د مهاجرو د پناهندگۍ د ډیر شمیر دوسیو په برخه کې بې له شفاهي انټرویو څخه تصمیم نیول کیږي. د آلمان خبري آژانس (dpa) د رپوټ له مخې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره (BAMF) اوس هم د کډوالو د ډیر شمیر دوسیو په برخه کې د پوښتنو یوې فورمې پر بنسټ (چې له یوه کډوال څخه په کښې پوښتنې شوي وي) تصمیم نیول کیږي. د دې کار دلیل په اصطلاح د «ټاکلي ورځ» مقررات دي. هغه په دې معنې چې!

د هغو سوریایانو د پناهندگۍ د دوسیو په برخه کې چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټۍ څخه مخکې آلمان ته راغلي دي او مارچ میاشتې تر ۱۷ نیټې مخکې پورې یې په آلمان کې د پناهندگۍ غوښتنلیک وړاندی کړی وي، د مقررې له مخې د پوښتنو د یوې تحریري فورمې پر بنسټ یې د پناهندگۍ د منل کیدو او یا ردیدو په هکله تصمیم نیول کیږي، نه دا چې له هر یو مهاجر سره جلا جلا په شفاهي توگه انټرویو ترسره شي.

له نوموړی موضوع څخه د «نورنبرگه نخریشتن» ورځپاڼې د سه شنبې ورځې رپوټ ورکړ. تر اوسه پورې د آلمان د کورنیو چارو وزارت او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) ټینگار کاوه چې د امنیتي ملاحظاتو له کبله د روان میلادي کال له پیل څخه د ټولو پناه غوښتنو په هکله یواځې د هر یوې دوسیی د غور پر بنسټ تصمیم ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د یوه سوریایې مهاجر سره په هغه صورت کې شفاهي انټروی ترسره کیږي «کله چې د دغه مهاجر د تحریري پوښتنو فورمې په برخه کې شک موجود وي.» دغې ورځپاڼې د وزارت په حواله لیکلي دي:

د روان کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې د سوریایې مهاجرو شاوخوا ۴۸۰۰۰ داسې غوښتنلیکونه موجود وو چې ټاکل شوې وه په تحریري توگه پرې کار شوی وای. د دې تر څنگ ۶۶۵ غوښتنلیکونه د عراقیانو او ۱۰۴ د ایریتریایانو پرې ورعلاوه شول.

تیر کال او د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۸۵۳۰۰ دوسیو په هکله په تحریري شکل تصمیم نیول شوی دی. د کډوالو مخ په ډیریدونکي شمیر په پام کې نیولو سره د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارې د مهاجرو د دوسیو د بررسې پروسه گړندۍ کړه.

په دې ترڅ کې د سوریایې، عراقي او ایریتیریایې مهاجرو دوسیو په برخه کې یوازې په لیکلې بڼه د پوښتنو په ځوابولو سره د دوی د غوښتنلیکونو په هکله تصمیم نیول کیده. دوی باید په عاجل ډول د پناهندگۍ له غوښتنلیک سره یوځای د پوښتنو یوه فورمه ډکه کړی وای.

د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې د پاریس تر بریدونو وروسته بې له استثنا څخه هر یو پناه غوښتونکي باید د خپل هویت ثابتولو پاره دقیق او اړین معلومات وړاندی کړی وای.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل چې یو شمیر مهاجر د دې له پاره چې په آلمان کې خپل د پاتې کیدو چانس زیات کړي له جعلي تذکرو څخه استفاده کوي. له همدې امله باید د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه په کورنۍ جگړه کې د ښکیل هیواد سوریې د مهاجرو اسناد هم په دقیق ډول ارزیابي شي.

دا چې یو مهاجر د کومي سیمې دی کیدای شي انټرويو کونکی او ژباړونکی یې د ژبې له ډیالوگ څخه معلوم کړي. د کلونو راهیسې دا ثابته شوې ده چې د پوښتنو فورمې په ځوابولو د یو شخص د هویت معلومولو په برخه کې تیروتنه کیدای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب