1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ډيويد وارنر د پاکستان پر وړاندې ۳۳۵ منډې جوړې کړې

۱۳۹۸ آذر ۹, شنبه

د استراليا او پاکستان ترمنځ د کريکټ د ايډيليد تسيت په سياليو کې استراليايي توپ وهونکي ډيويډ وارنر ۳۳۵ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځيد. دا د استراليا څلورم لوبغاړی دی چې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې درې سليزې جووړوي.

https://p.dw.com/p/3U0wh
ICC Cricket World Cup 2019 Australien -  Bangladesch David Warner
انځور: Getty Images/AFP/P. Ellis

د استراليا د لوبډلې کپټان ټم پين، د ايډيليډ ټيست لوبې د دوهمې ورځې د لومړني اننګز پای وروسته له هغې اعلان کړ چې منډې پر درو ويکتو ۵۸۹ ته رسيدلې وې. په دغې لوبه کې نه يوازې ډيويډ وارنر خپلې درې سليزې بشپړې کړې، مارنوس لابوشين هم په کې خپله سليزه پوره کړه.

په دغې لوبه کې وارنر ۳۳۵ منډې وکړي او د لوبې تر پايه ونه سوځيد. په دغې جالبه لوبه کې هغه ۳۹ څلوريزې او يوه شپږيزه ووهله. د استراليا ډيويډ وارنر، د کريکټ په نړۍ کې يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په تيست او شل اوريزو لوبو کې کامياب ثابت شوی دی.

تر دې مخکې د ورځې او شپې په تیست لوبو کې د پاکستان د موجوده ټيم کپټان اظهر علي هم تر ټولو ډير منډې کړې وې. هغه هم درې سليزې د سريلانکا پر وړاندې بشپړې کړې وې.

ICC Cricket World Cup 2019 England - Australien David Warner
وارنرانځور: Getty Images/D. Rogers

ډيويډ وارنر دوهم استراليايي لوبغاړی دی چې د پاکستان پر وړاندې درې سليزې وهي. تر وارنر مخکې مارک ټيلر په کال ۱۹۹۸، د پيښور په ارباب نياز سټيډيم کې ۳۳۴ منډې جوړې کړې وې. اوس ډيويد وارنر د استراليا هغه لوبغاړی پيژندل شوی چې د پاکستان پر وړاندې يې تر ټولو ډيرې منډې کړي دي.

وارنر دغه راز د خپل اوپنر ملګري مارنونس لابوشن سره د ۳۶۱ ګډو منډو ريکارډ هم جوړ کړی دی.

د استراليا درې توپ وهونکي د پاکستان د تيز توپ اچونکي شاهين افريدي له خوا وسوځول شول.

هغه لوبغاړي چې د پاکستان پر وړاندې يې درې سليزې بشپړې کړي دي:

سرګارفيلد وبرز: ناسوځيدلی ۳۶۵ منډې، د کنګستن په سبينه پارک کې،  کال ۱۹۵۸.

مارک ټيلر: ناسوځيدلی ۳۳۴، د  پيښور په ارباب نياز سټيډيم کې کال ۱۹۹۸.

وريندر سهواګ: ۳۰۹ منډې، د ملتان په سټيډيم کې، کال ۲۰۰۳.

ډيويډ وارنر: ناسوځيدلی ۳۳۵ منډې د ورځې او شپې تيست لوبه کې، کال ۲۰۱۹.

د پاکستان هغه لوبغاړي چې درې سليزې يې بشپړې کړي دي.

حنيف محمد: ۳۳۴ منډې، د ويست اينډيز پر وړاندې په کال ۱۹۵۸.

انضمام الحق. ۳۲۹منډې د نيوزيلند پر وړاندې د لاهور په قذافي سټيديم کې، کال ۲۰۰۲.

یونس خان: ۳۱۳ منډې د کراچې په نشنل ستيډيم کې د سريلانکا پر وړاندې، کال ۲۰۰۹.

اظهر علي: ناسوځيدلی ۳۰۲ منډې په ۲۰۱۶م کال کې د ويست اينډيز پر وړاندې، دوبۍ.

ډې ډبليو اردو/ م ک ص/ ن ص