1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيري ایراني ځوانان په عربي دود د واده مخالفت کوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

اوس په ایراني پيغلو او ځوانانو کې په عربي ژبه له نکاح سره مخالفت مخ پر ډیریدو دی. د دوی په خبره غواړي پوه شي چې د واده په مراسمو کې یي څه ویل کیږي. دا خبره د ایران حکومت له پاره پر یوه سرخوږي بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Ovpq
Iran KW5 Massenhochzeit
انځور: FARS

یوه ایرانۍ ښځه چې مستعار نوم یي فاطمه دی شکایت کوي چې د یوه جومات ملا امام یي د خور د نکاح پر مهال «څو دقیقې په پرله پسې ډول په عربي ژبه یو څه ویل او لوستل». فاطمه زیاتوي: «وروسته تر هغې زما خور په فارسي ژبه ؤپوښتل شوه چې آیا دا د دې واده له پاره تیاره ده او نکاح قبلوي؟»

د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر په ایران کې هم د واده په مراسمو کې مذهب مهم رول لري. د نکاح پر مهال لوستل کیدونکي قرآني ایاتونه او دعاګانې په عربي ژبه وي، خو په ایران کې له دې دود سره مخالفت مخ پر ډیریدو دی.

په ایران کې د ودونو لرغونئ دود

همدا دلیل دی چې په دې وروستیو کې د واده ډیر شمیر جوړې د واده هغو دفترونو ته مراجعه کوي چې د ایران د ودونو د لرغوني دود په برخه کې تخصص لري. توپیر یوازې په دې کې دی چې د پخواني ایراني دود مطابق د واده ټول مراسم او د نیکو هیلو څرګندول یوازې په فارسي ژبه ویل کیږي. په داسې ودونو کې د نکاح پر مهال قرآني ایاتونه نه لوستل کیږي.

«غواړم پوه شم چې څه ویل کیږي»

د ایران په پلازمېنه تهران کې لیکواله او قانون پوهه صدیقه وسمقي په دې اړه وایي: «مونږ په ایراني ټولنه کې د عربي ژبې او کلتور د ردولو څرګندې نخښې وینو.»

د صدیقې وسمقي نظر په دې هم مهم دی چې نوموړۍ په دغه هیواد کې د اسلامي فقهې تدریس کوي.

په ایران کې د پخواني دود مطابق د ودونو ترسره کولو لړۍ په ډیرې چټکۍ سره مخ پر پراخیدو ده. په ټولنیزو رسنیو کې داسې ډیرې جوړې لیدل کیږي چې په دې ډول د خپل ترسره کړي واده انځورونه خپروي.

پخپله د ۳۰ کلنې فاطمې واده هم په همدې شکل شوی وو. نوموړۍ د دې دلیل داسې بیانوي: «ما یوازې دا غوښتل چې په بشپړ ډول پوه شم چې زما د نکاح په مراسمو کې څه ویل کیږي.»

Bildergalerie Traditionelle Hochzeit in Iran
د ایران په سویل کې د واده په مراسمو کې د نڅا یو منظرانځور: IRNA

بل لور ته د ایران د پخوانیو دودونو دوباره را ژوندي کول، که هغه د واده مراسم وي او که د ژوند په کومه بله برخه کې، په ایران کې د ټولنیزو چارو څارونکي ادارې په مخ پر ډیریدونکي ډول سره اندیښمنې کړي دي.

همدا دلیل دی چې په ایران کې د نکاح ثبتولو اړوندې ادارې د اګست میاشې په منځنیو کې په واضح ډول وویل: «په غیر مذهبي ډول ترسره کیدونکي ودونه غیرقانوني دي.»

دا په دې معنی چې په ایران کې د مسلمانانو پر داسې ودونو بندیز لګول شوی چې په هغې کې د نکاح پر مهال قراني آیاتونه نه لوستل کیږي.

د حکومت له خوا انعطاف

په ایران کې د دغه مخ پر ډیریدونکي دود په پام کې نیولو سره دولتي ادارو هم اوس د یو څه نرمۍ ښکاره کول پیل کړي دي. اوس په لرغوني ایراني دود واده کونکي جوړې ته ویل کیږي چې حکومتي قوانینو ته په درناوي کولو سره دې دویم ځلي نکاح وکړي، څو د دوی د واده رشته له قانوني نظره مستنده شي.

همدا دلیل وو چې فاطمه هم مجبوره شوه په لرغوني ایراني دود تر واده کولو وروسته په اسلامي طریقه هم واده یا نکاح وکړي، چې په هغې کې یوازې د دې د کورنۍ غړي او نږدې دوستان شریک وو او د نکاح پر مهال قراني آیاتونه هم تلاوت شول.

دویچه ویله/ ش.ن/ ن.ز