1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډير ژر به افغان امنيتي ځواک ته روسۍ څرخي الوتکي ورکړل سي

۱۳۸۹ آذر ۲۵, پنجشنبه

د ناټو د پوځي کمېټې مشر وايي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د څرخي الوتکو د ورکولو په سر د ناټو او روسيې تر منځ خبري ښه پر مخ رواني دي.

https://p.dw.com/p/Qcs4
فغان امنيتي ځواک ته د روسۍ څرخي الوتکو د ورکولو پر سره د ډيري مودې راهيس خبري رواني دي
فغان امنيتي ځواک ته د روسۍ څرخي الوتکو د ورکولو پر سره د ډيري مودې راهيس خبري رواني ديانځور: AP

جان پاولو ديپاولو وايي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د څرخي الوتکو د وروکولو پر سر د روسيې او ناټو تر منځ خبري ډيري ښې رواني دي. هغه ستونزي بايد سړی غټي نه کړي چي په مخ کي پرتې دي.

« موږ اوس پر دې باندي کار کوو چي ددې الوتکو لگښت دواړه يعني ناټو او روسيه په غاړه واخلي چي د هغه له مخه به هم افغان پيلوټانو ته روزنه هم ورکول کیږي.»

د هغه په خبره هغه ستونزي باید غټي نسي چي اوس د خبرو اترو په وخت کي موجودي دي.

« دا په هر تجارت کي داسي ده چي د خبرو پر مهال ستونزي را منځ ته کیږي ولي دا ددې مانا نه لري چي سړی د هغه څخه ډه ډه وکړي. ټول کارونه به سم سي.»

هغه يو مثال ورکړی چي سړي يو موټر رانيسي نو ضرور به لومړی دا پوښتنه کوي چي دا څو مره قيمت لري څه نور شيان د ځان سره لري او داسي نور وروسته بيا سودا کوي.

موږ هم اوس پر دې باندي ږغيږو چي څه ډول دغه خريداري په سمه توگه تر سره سي.

په دغه خريداري کي يوه ستونزه هغه هم ده چي نورو هيوادونو په ځانگړې توگه د امريکا د متحده ايالاتو هغو شرکتونو چي څرخي الوتکي توليدوي جنجال کړي چي ولي زموږ څخه دا نه خريداري کيږي،.

افغان امنيتي ځواک ته د څرخي الوتکو د په اختيار کي ورکولو دپاره د ۲۹ هيوادونو استازي راټول سوي او پر دې باندي خبري کوي چي څنگه مالی امکانات ورته پيدا کړي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر جان پاولو ديپاولو وايي چي په خبرو کي هر هيواد خپلي دلچسپۍ لري او هر يو خپل نظر وړاندي کوي. « خو زه فکر کوم چي دا ډير عادي کاردي او خبري سمي پر مخ رواني دي.»

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم