1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ډبليو ايچ او: ماشومان له تلویزيون او موبايل څخه ليري وساتی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې ماشومان بايد په ورځ کې تر يوه ساعت زيات تلویزيون ونه گوري او يا کمپيوتري لوبې ونه کړي. لارښونه کړې ده چې هغه ماشومان چې لا يو کلن شوي نه دي، بايد له تلویزيون او موبايل سره په تماس کې نه شي.

https://p.dw.com/p/3HPFl
Symbolbild Baby mit Apple iPad
انځور: picture-alliance/All Canada Photos/O. Maksymenko

دې ادارې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال کې د اپريل ۲۴ نیټه) په لومړي ځل دغه ډول لارښوونه کړې او ويلي یې دي چې هغه کوچنيان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، بايد ډېر جسمي فعاليت او مناسب خوب ولري څو د خپل ټول راتونکي ژوند له پاره دا ښه عادتونه زده کړي او د چاغښت مخه یې ونيوله شي څو په وروستي ژوند کې له نورو مرضونو وساتل شي.

د ډبليو ايچ او، کارپوهې ډاکتر فيونه بل خبريالانو ته وويل :«هغه څه چې موږ یې په اړه خبرداری ورکوو هغه زيات وخت دی چې ماشومان یې د تلویزيون، کمپيوتر او يا ځيرک تليفون ترڅنگ تيروي.» 

د روغتيا نړيوال سازمان غړيو هېوادونو ته په دې لارښوونه کي ويلي چې د يو او څلورو کلونو ترمنځ ماشومان په ټوله ورځ کې لږ تر لږه درې ساعته حرکت او جسمي فعاليت بايد ولري.

ويل شوي دي چې هغه ماشومان چې لا يو کلن شوي نه دي بايد زيات وخت پر ځمکه په لوبو تير کړي او د هیڅ ډول اليکترونيکي آلاتو سره تماس ونه لري.

زياته شوې چې لږ جسمي حرکت په ټوله نړۍ کې د چاغو خلکو په شمير کې د ډيرښت سبب شوی. چاغښت د زړه په مرضونو، شکر او سرطان په ځينو ډولونو د اخته کيدو په وجه د مړينې باعث کيږي.

فيونه بل زياته کړه: «د دې مرگونو د مخنيوي له پاره اړینه ده چې سړی له کوچنيوالي لاس په کار شي.» نوموړې زياته کړه: «د هغو ماشومانو له ډلې څخه چې لا پنځه کلن شوي نه دي، دمگړۍ په ټوله نړۍ کې ۴۰ ميليونه یې چاغ چې دا د ټولې نړۍ د ماشومانو ۵،۹ سلنه جوړوي.»

فعال و اوسئ

د روغتيا نړيوال سازمان په آسترليا، کاناډا، جنوبي افريقا او امريکا متحدو ايالاتو کې د ترسره شویو سلونو څيړنو په رڼا کې دغه لارښوونه کړې ده. په دې لارښوونه کې ويل شوي چې ماشومتوب د جسمي او دماغي ودې وخت دی چې عادتونه پکښې اخيستل کيږي او د کورني ژوندانه ورځني عادتونه پکښې خپليږي. له همدې کبله بايد ماشومان ډېر فعاليت ته تشويق شي او د تلویزيون او هر ډول ويډيويي سکرين مخې ته د وخت تیرولو موده یې لنډه کړل شي.

په ماشومانو کې دوامداره بې خوبي په بدن کې د چربۍ د زيات مقدار د راټوليدو سره تړاو لري. همدا راز هغه ماشومان چې لږ بيديږي علت یې دادی چې هغوی تلویزيون زيات گوري او يا ډېر وخت په کمپيوتري لوبو تیروي.  

B.S/N.Z (Reuters)

زموږ له ارشيف څخه: