1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چین یو شرکت ۱،۱ میلیارده یورو جریمه کړ

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د لیوني سپي د ناروغی له پاره د یوه جوړ شوي واکسین په برخه کې جنجالونه پر یوه شرکت باندي د ۱،۱ میلیارده یورو جریمې لامل شول. د دغه شرکت محصول بازار ته نه دی وتلی، خو خراب کیفیت یې د خلکو غوسه راپارولې ده.

https://p.dw.com/p/36fdq
China Medikamentenskandal
انځور: picture-alliance/Imaginechina/H. Gaolei

د چین د درملو د تنظیم ملي ادارې یا CNDA ویلي دي چې د «چنګچون جنګسشین د درملو جوړولو شرکت» د جریمو او پانګو د ګنګلولو له لارې ۱،۱ میلیارد یورو مجازات شوی دی.

د دې شرکت مشره او ۱۴ نور کسان په جولای میاشت کې تر هغه وروسته چارواکو ونیول، چې د هغوی په محصولاتو او د ارزونو په اسنادو کې متضاد موضوعات راغلي ول.

د ستونزو تر موندل کیدو وروسته پر وخت د چارواکو نه اقدام او د شرکت د درملو ټیټ محصول په چین کې د عامو خلکو د غوسې راپاریدو لامل شول. وروسته بیا دا هم روښانه شوه چې دې شرکت نقلي او یا هم ټیټ کیفیته درمل او د ماشومانو د لوبو سامانونه تولید کړي ول.

اوس چارواکو د دې شرکت د لیوني سپي ناروغي له پاره د واکسین تولید درولی او د دې شرکت جواز یې هم لغوه کړی دی. د دې جنجالونو په تړاو همداراز تر ۱۲ ډیر چارواکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

د چین د درملو د تنظیم ملي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د «چنګچون جنګسشین د درملو جوړولو شرکت» داسې اسناد چې د هغوی ناسم چلن یې بربنډاوه له منځه وړي، په درملو کې یې له داسې موادو کار اخیستی چې تاریخ یې تیر شوی وو او بیا په سمه توګه د درملو په آزموینه کې پاتی راغلی دی.

ms/nz (AP, AFP)