1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له امریکا سره د تر ټولو لویې تجارتي جګړې د پیل ګواښ کړی

۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعه

د چین چارواکو د امریکا متحدو ایالاتو پر لوړو ګمرکي تعرفو نیوکې کړي دي او ګواښ یې کړی چې دا به «په تاریخ کې تر ټولو لويه سوداګریزه جګړه» پیل کړي. بیجینګ غواړي چې دغه موضوع د سوداګري نړیوال سازمان ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/30w8M
China Qingdao - Containerhafen
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/H. Jiajun

د چین حکومت ویلي دي چې اړ دی د امریکا متحدو ایالاتو د لوړو ګمرکي تعرفو پر ضد په ورته اقداماتو لاس پورې کړي. امریکا متحدو ایالاتو ته د ځينو چینايي محصولاتو پر وارداتو باندې د جمعې له ورځې راهیسې لوړې ګمرکي تعرفې وضع شوي دي.

د چین د تجارت له وزارت څخه په یوه خبره شوې بیانیه کې د امریکا متحدو ایالاتو تعرفي غندل شوي او د نافذو تجارتي قوانینو خلاف بللې شوې دي. په دې بیانیه کې ګواښ شوی دی چې دغه اقدام د دواړو هیوادونو تر منځ «په تاریخ کې تر ټولو لويه تجارتي جګړه» پیلوي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر چینایي ماشینونو، برقي توکو او لوړو تخنیکي توکو چې په کې موټر، کمپیوتر، LED وسایل او کمپیوتري حافظې شاملې دي او ارزښت یې ۳۴ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړې.

دغه تعرفې د جمعې له ورځې له هغه وروسته چې د دواړو هیوادونو د استازو د میاشتو خبرې کومې پایلې ته و نه رسیدلې، اجرائي شوې. ترمپ غواړي په دې سره له چین سره خپل تجارت منفي بیلانس ته بدلون ورکړي.

په ۲۰۱۷م کال کې د چین او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ د تجارت بیلانس ۳۷۵ میلیارده، د چین په ګته وو. خو واشنګټن بیا پر چین باندې تور لګوي چې خپلې تجارتي اړیکې یې په غیر عادلانه توګه تنظیم کړي دي چې له کبله یې دغه هیواد ګټه او امریکا متحد ایالات تاوان کوي.

چین د سوداګري نړیوال سازمان ته شکایت کوي

که څه هم تر دې مخکې چین ګواښ کړی وو چې د امریکا د لوړو ګمرکي تعرفو په صورت کې به سمدستي په ورته اقدام لاس پورې کړي، خو د جمعې په ورځ په خپره شوې اعلامې کې بیا یوازې د دغو اقداماتو ترسره کولو ته اشاره شوې ده او دا خبره چې کله به دغه اقدامات وشي، نه ده روښانه شوې.

د چین په ورته اقداماتو کې به د ۳۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا پر زراعتي او د نورو توکو پر وارداتو باندې لوړې مالیې وضع شي. د چین د سوداګري وزارت ویلي دي چې د دې موضوع په اړه به د تجارت نړیوال سازمان خبر کړي او له نورو هیوادونو سره به په ګډه له آزاد تجارت څخه د دفاع په موخه په اقداماتو لاس پورې کړي.

له بلې خوا بيا رویترز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د چین په ځینو بندرونو کې له امریکا متحدو ایالاتو څخه د ځينو واردو شويو توکو چې ډیر یې زراعتي محصولات دي، ګمرکي بهیرونه درول شوي دي. دغه اقدام کیدای شي چې سمدستي له امریکا متحدو ایالاتو څخه واردیدونکي یو شمیر محصولات او وارداتي شرکتونه زیانمن کړي.

ms/nz (AP, Reuters, dpa)