1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د کرونا له امله د مړو شمیر څه د پاسه ۲۰۰۰ تنه ښوولی

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

په چین کې د سږو د ناروغۍ د نوي ډول د پراخیدو پای نه ترسترگو کیږي. د دې ویروس په نتیجه کي د مړو سوو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی. په جاپان کي بیا له قرنطين سوې بيړۍ څخه د لومړنيو مسافرينو ايستل پیل سوی.

https://p.dw.com/p/3Xz6t
Coronavirus - Japan - Diamond Princess Kreuzfahrtschiff
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Jae C. Hong

 په پیکنگ کي د روغتیایي چارو کمیسیون اعلان کړی چې د مړه سوو کسانو شمیر د سه شنبه راهیسي د نورو ۱۳۶ کسانو په زیاتیدو سره اوس ۲۰۰۴ تنو ته ورسید. په دې ډول د ۱۷۴۹ نورو اخته سوو کسانو د شمیر په زیاتیدو سره اوس د نوموړي ویروس پیښې ۷۴  زره ۱۸۵ ته ورسیدې. یوازې د چین په هوبي ايایت کي د نووو شمیرو له مخی ۱۳۲ تنه مړه سوي او ۱۶۹۳ تنه نور بیا په دغه ویروس اخته سوي.

له چین څخه بهر تر اوسه پوری د پنځو تنو د مړينې او تقریباً ۱۰۰۰ تنو د اخته کیدو پیښې ثبت سوي چې ۱۶ یی په آلمان کې دي.

لکه څنگه چې په پیکنگ کې دولتي رسنیو خبر ورکړی، د چین د روغتیایي ادارې د پلټنی له مخې، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه ډاکټران او د روغتون کارکوونکي په دغه ویروس اخته سوي. مخکې له دې د ۱۷۰۰ پیښو خبرورکول سوی وو.د تیرې اونۍ تر پایه لږ تر لږه شپږ مرسته کوونکي مړه سوي چې زیاتره یې د هوبي ايالت په مرکز ووهان کي چې دغه ویروس پکې ډېر خپور شو، په فعالیت بوخت ول.

Japan Coronavirus Covid-19 Kreuzfahrtschiff Diamond Princess
انځور: picture-alliance/AP Photo/Yomiuri Shimbun

په جاپان کې لومړني مسافر له کښتۍ څخه وزي

په جاپان کې په هغې مسافروړونکی بیړۍ کې د قرانطین دوه اونیزه دوره پای ته ورسیده چې د کرونا د ویروس له امله رامنځته سوې وه. شاوخوا ۵۰۰ مسافر چې د کرونا د ویروس تِست یی منفي وو، په یوکوهاما کې له نوموړۍ بیړۍ څخه ووتل. د بیړۍ د لنگر اچولو ځای ته نژدې بسونه او ټکسي موټرونه ولاړ ول، تر څو دغه مسافر انتقال کړي.

خو نور په سلهاوو مسافرو ته بیا اجازه نه ده ورکول سوې چې له کښتۍ څخه ووزي.  هر هغه مسافر چې په دغه بیړۍ کې په کرونا باندی اخته سوي کس سره په اړیکه کي وو، باید د نورو ۱۴ ورځو له پاره په قرنطین کي پاته سي.

د کښتۍ په دغو مسافرو کي لږترلږه  اته تنه آلمانان هم شامل دي. د جرمنی د حکومت په حواله زیاتره به یې ډیر ژر هیواد ته راستانه سي. په برلین کی د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبه په ورځ لا اعلان کړی وو چې ددغې کښتۍ دوه تنه مسافر د کرونا په ویروس اخته سوي دي.