1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د امریکا د سمندري ځواکونو حساس معلومات هک کړي

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي دي چې د چین د حکومت هکرانو د امریکا د سمندري ځواکونو ډیر حساس معلومات ترلاسه کړي. د ورځپاڼې په حواله په دې معلوماتو کې له اوبتل څخه فیریدونکي د کښتۍ ضد توغندیو د جوړولو پلانونه هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2zCtb
US-Flugzeugträger USS Carl Vinson auf Südchinesischem Meer
انځور: Getty Images/AFP/L. Pham

د واشنګټن پوسټ رپوټ د یوه بې نومه چارواکي په حواله لیکلي چې هکرانو د «ناوال اندر سي وار فیر سینتر»  په نامه د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه مرکز یو قراردادي هدف ګرځولی. نوموړي چارواکي واشنګټن پوسټ ته د امریکا د سمندري ځواکونو د دې قراردادي د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړي.

یادې امریکايي ورځپاڼې په خپل دغه رپوټ کې ویلي چې په هک شويو معلوماتو کې ۶۱۴جي بي د «سي ډرګن» یا د سمندر ښامار د پروژې سربیره  د زیګنالونو، د اوبتل د مخابرې د خونې معلومات او د اوبتل د بریښنايي سیستم د جوړولو اړوند معولومات شامل دي.

دغه نا څرګند امریکايي چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د چین د حکومت دغه هکري برید د روان کال د جنوري او فبروري میاشتې په ترڅ کې شوی دی. اوسمهال د امریکا فدرالي پولیسو یا «ایف بي آی» په مرسته د امریکا د سمندري ځواکونو لوري د دغه هکري بریدونو په هکله پلټنې پیل شوي دي.

واشنګټن پوسټ همدا راز ویلي چې دوی د توغندي د پروژي په هکله د ځینو معلوماتو له نه خپرولو سره له دې امله موافقه کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو په حواله د دغه راز معلوماتو خپرول به ښايي د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.

د هکري بریدونو په هکله دغه معلومات داسې مهال را برسیره کیږي چې په دې وروستیو کې د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې د سوداګرۍ او پوځي معاملاتو له امله په ترینګلي حالت کې دي.

Computer Hack
د امریکا د سمندري ځواکونو په حواله د دغه راز معلوماتو خپرول به ښايي د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.انځور: Vernon Manlapaz

تیره میاشت پنتاګون په ارام سمندر کې د چین هیواد په پوځي تمریناتو کې د برخې اخیستو له پاره د چین وړاندیز له دې امله رد کړ چې د امریکا په باور بیجینګ په دې وروستیو کې د چین په جنوبي سمندر کې پوځي حضور په دوامداره توګه پراخ کړی دی.

د سي آی آې پر پخواني مشر تورونه

د همدې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۸ نیټه) د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یو پخوانی چارواکی چین ته د جاسوسۍ او دې هیواد ته د سري معلوماتو د ورکولو په جرم تورن شو. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د سي آی اې دغه چاوراکي چین ته د معلوماتو د ورکړې په بدل کې ۲۵ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې کیوین مالوری هغه وخت د جاسوسي د جرم په تور ګرم وپیژندل شو چې له شنګهای څخه د بیرته راتګ د پرواز پرمهال ترې له ۱۶ زرو ډیر بې سنده امریکايي ډالر ترلاسه شول. 

تر دې پیښې وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ورجینیا ایالت کې یوې محکمې ۶۱ کلن مالوري یوه بل بهرني هیواد ته د امریکا د دفاع اړوند د پټو معلوماتو د ورکړې او نورو تورونو په جرم تورن وپیژانده. د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې په حواله د نوموړي قضايي پریکړه به د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه واورل شي چې په پایله کې به نوموړی په عمري قید محکوم کړل شي.