1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د آلمان د صدراعظمې انگلامیرکل سفر

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبه

دا اووم ځل دی چې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل چین ته سفر کوي. د تجارتي او سیاسي مسایلو سربیره چین ته د میرکل د سفر هدف د دغه هیواد پر مدني ټولنې د هغې له جملې څخه د گرځنده کارگرو پر وضعیت تمرکز کول دي.

https://p.dw.com/p/1CWfz
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل چین د سفر په ترځ کې
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل چین د سفر په ترځ کېانځور: picture-alliance/dpa

میرکل پلازمېنې پکینگ ته د سفر پر ځای، په پيل کې د" سیچوان" ایالت چې د طبیعي منابعو له پلوه یو غنې ایالت دی او د چین په لویدیځ کې موقعیت لري په مرکزي ښار "جنگدو" کې د آلمان او چین د دیالوگ په ټولنه کې گډون وکړ. په دغې ۳۰ کسیزې ټولنې کې له آلمان او چین څخه سیاستوالان، پوهان، د شرکتونو خاوندان، متصدیان او د کارگری اتحادیو استازي گډون لري.


په چین کې د گرځنده کارگرانو له ستونزو سره لیوالتیا

Symbolbild China Industrie Produktion
انځور: picture-alliance/dpa

همدارنگه د آلمان صدراعظمې په چین کې د مدني ټولنې پر مسائلو هم بحث وکړ. هغې په "جنگدو" کې د ټولنیز کار د پراختیا له یو مرکز څخه هم لیدنه وکړه چې د چینايی کارگرانو او په ځانگړې توگه د هغوې د اولادونو د ادغام په برخه کې فعالیت لري. دغه مرکز پروفیسور سانگ وی، چې په آلمان کې یې لوړي زده کړي کړي دي جوړ کړی دی.

په دغه هیواد کې د چینايي گرځنده کارگرانو د ادغام بهیر ډیر ستونزمن دی، ځکه د ښارونو پخواني او اصلی اوسیدونکي کډوالو ته زړه نه ښه کوي او له هغوې څخه ځان لیرې ساتي . د چین په ۱،۴ ملیارد نفوس کی ۲۷۰ ملیون خلک لالهانده او سرگردان ژوند لري چي د کار موندلو لپاره له یوې سیمی خخه بلی سیمی ته سفر کوی او ثابت ټاتوبی نه لری. په چین کی دغو خلکو ته «گرځنده کارگران » وایی.

یوازی د سیچوان له ایالت څخه چې ۸۸ میلیونه نفوس لري هر کال یو ملیون انسانان د کار له پاره نورو ښارونو ته کډه کیږي.


یو اقتصادي پلاوی هم په دې سفر کې د میرکل سره مل دی

نن د یکشنبې په ورځ( د جولای ۶مه ) میرکل غواړي د آلمان د فولکس واگن شرکت او د(اف ای دبلیو) چینايي شرکت له یوې گډې سرمایه گذاری څخه لیدنه وکړي. دغه شرکت د آلمان «فولکس واگن» او «اودي» د موټر جوولو شرکتونولپاره تولیدات کوي.


چین د آلمان یو تر ټولو لوې سوداگریز شریک شمیرل کیږي. دغه هیواد په ۲۰۱۳ کال کې وروسته تر امریکا متحده ایالاتو له اروپا څخه د باندی د آلمان له پاره دویم مهم اقتصادي بازار او په نړیواله سطحه پنځم مهم اقتصادي بازار دی.

خو آلماني شرکتونه په چین کې د معنوي ملکیت د ملاتړ له نشتوالي، په غلا سره د اختراعگانو کاپي کول، او د حکومت له خوا له چینايي شرکتونو سره گډې پانگونې ته د دوی له مجبورولو څخه شکایت کوي. وروستې موضوع په ځانگړيتوگه د موټر جوړونې د شرکتونو په هکله صدق کوي.