1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چک نه غواړي چې د مهاجرینو ویش عملي کړي

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د چک جمهوریت نه غواړي چې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرینو د ویش پروګرام په خپل هیواد کې عملي کړي. د مهاجرینو د ویش د پروګرام له مخې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه باید له ایټالیا او یونان څخه ځانګړی شمیر مهاجرین ومني.

https://p.dw.com/p/2bLKd
Pegida Demonstration in Prag
انځور: Reuters/D. W. Cerny

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر میلان چووانیچ، د یکشنبې په ورځ د «پراوا» انټرنټي پاڼې له لارې د مهاجرینو د ویش په هکله ویلي دي چې هیواد یې د اروپايي ټولنې د مهاجرینو د ویش پروګرام په چوکاټ کې چې په ۲۰۱۵م کال کې تصویب شوی دی، له یونان څخه د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر میاشتې راهیسې ۱۲ مهاجرین منلي دي.

د سوسیال دموکرات ګوند دغه سیاستوال همدا راز زیاته کړې: «چک نه غواړي چې ډیر شمیر مهاجر ومني.»

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر وايي چې زموږ د دولتي ادارو له پاره دا ډیر سخت کار دي چې د کورني امنیت د ټینګښت له پاره د ایټالیا او یونان په کمپونو کې د مهاجرینو کنټرول په سمه توګه وکړي. نوموړي په دې هکله زیاته کړې او ویلي یې دي، دا ځکه چې د اروزنې په اوږدو کې چې څو اونۍ او ان میاشتې وخت نیسي، دغه مهاجرین په یوه ځای کې نه پاته کیږي.

میلان چووانیچ دا ومنله چې پراګ د مهاجرینو د ویش د پروګرام د نه عملي کولو له امله د اروپايي ټولنې له خوا د جریمې پر ورکړې تهدیدیږي، خو د هغه له نظره د چک جمهوریت له پاره دا خبره چې «انسانان باید پرته له کنټرول څخه هیواد ته داخل نه کړل شي» ډیر ارزښت لري.

د اروپايي ټولنې له خوا د ایټالیا او یونان په مؤقتي کمپونو کې د میشت ۱۲۰ زره مهاجرینو د ویش د پروګرام پر اساس، د اروپايي ټولنې غړی د چک جمهوري هیواد باید ۲۹۷۸ مهاجرین په خپل هیواد کې ومني.

د ۲۰۱۵م کار د سپتمبر په میاشت کې د چک، هنګري، رومانیا او سلواکیا استازو د اروپايي ټولنې لخوا د مهاجرینو د ویش پروګرام ته د رد رایه ورکړه. خو سربیره پر دې، پراګ په پیل کې غوښتل چې دغه پریکړه چې په غوڅ اکثریت سره تصویب شوه، عملي نه کړي.