1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له هند سره پر پراخو اړيکو ټينگار کوي

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د چین لومړی وزیر هندوستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې غواړي له دغه هیواد سره دوې اړخیزي اقتصادي اړیکي لا پسي پراخي کړي. ښايي سرحدي شخړې او اقتصادي اړیکې له هندي مشرانو سره د کي چيانگ، د خبرو د اجندا په سر کې وي.

https://p.dw.com/p/18ax1
Chinese Premier, Li Keqiang (L) shakes hands with Indian Minister of State for External Affairs, E. Ahmed on his arrival at Palam Airport in New Delhi on May 19, 2013. Chinese Premier Li Keqiang arrived in India Sunday afternoon on the first stop of his maiden foreign trip, for talks on issues ranging from an unresolved border dispute to a festering trade-imbalance. AFP PHOTO/RAVEENDRAN (Photo credit should read RAVEENDRAN/AFP/Getty Images)
Li Keqiang Ministerpräsident China zu Besuch in Indienانځور: Raveendran/AFP/Getty Images

لي کي چينانگ د دوشنبې په ورځ له خپل هندي سیال سره د لیدني پر مهال د چین او هندوستان تر منځ د همکاریو پر اهمیت باندې ټینکار وکړ. لي د هندوستان له لومړي وزیر من موهن سنګ، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «زما دغه سفر درې مهم هدفونه لري: د دواړو هیوادو تر منځ د اعتماد فضا لا پسې پیاوړې شي، زموږ تر منځ همکاري لا ډیره شي او دا چې موږ باید راتلونکې ته لار وڅارو.»

د چین لومړي وزیر د خپل هیواد او هندوستان تر منځ پر دوو اړخیزو همکاريو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «د لا ژورو دوو اړخیزو همکاریو پر اساس، زموږ هیوادونه کولای شي چې یو بل ښه درک کړي او په خپل منځ کې داسې اړیکې ولري چې پکښې د هندوستان او چین سالمه وده تضمین شوې وي.»

لي د یکشنبې په ورځ د هندوستان پلازمېنې دهلي ته ورسید. هغه په دې ځای کې له خپل هندي سیال سره یو لړ غیر رسمي خبرې اترې وکړې. دا د چین د لومړي وزیر په توګه د لي لومړی سفر دی. هغه ویلي دي چې د لومړي سفر له پاره د هندوستان ټاکل له دغه هیواد سره د پيکينگ د اړیکو اهمیت ښيي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د چین او هندوستان مشرانو د خپلو هیوادونو تر منځ د سرحدي شخړي پر حلولو باندې ټینګار کړی دی. داوړو هیوادونو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د خپلې سرحدي شخړې د حلولو په موخه ۱۵ غونډي کړي دي.

من موهن سينگ او لي کيکيانگ
من موهن سينگ او لي کيکيانگانځور: Reuters

د روان کال د اپریل میاشتې په لومړیو ورځو کې د پيکينگ او نوي دهلي ترمنځ یو څه دیپلوماتیکې ستونزي رامنځ ته شوې. هغه وخت هندي چارواکو ادعا کړې وه چې چینایي پوځ یې۲۰ کیلومتره په خاوره کې وړاندي راغلی دی. وروسته بیا د می میاشتې په لومړیو کې دواړو هیوادونو پر دې موافقه وکړه چې له خپلي شخړه ییزې سرحدي سیمې څخه خپل پوځیان راوباسي.

د لي د سفر د لغوه کولو غوښتنه

د چین او هندوستان سرحدي شخړي په هندوستان کې سخت غبرګونونه راوپارول. په دې ترڅ کې یو شمیر رسنیو او همداراز اپوزیسیون پر دولت باندې فشار راوړ چې نوي دهلي ته د لي سفر لغوه کړي. خو د هندوستان حکومت د دغه سفر ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ ‎چې له چین سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي.

چین ادعا کوي چې د هندوستان په «اروناچل پردیش» ایالت کې شاوخوا ۹۰۰۰۰ کیلومتره ځمکه په دې هیواد پوري تړاو لري. خو هندوستان بیا دغه خبره ردوي او وایي چې چین لا وختي په «اکسای چین» سیمه کې د هندوستان په خاوره کې شاوخوا ۳۸۰۰۰ کیلومتره پرمختګ کړی دی. هندوستان او چین په ۱۹۶۲ کال کې د سرحدي شخړو له کبله یوه لنډه جګړه هم وکړه.

د تجارتي اړیکو پر پراخولو باندي تینګار

د هندوستان او چین د مشرانو تر منځ د دوشنبې د ورځې خبري اتري تر ډیره ځايه پوري د اقتصادي اړیکو پر پراخولو باندي متمرکزي وې. اوس چین د هندوستان تر ټولو لوی تجارتی شریک هیواد دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د دواړ هیوادونو د تجارت کچه ۶۶ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه. دغه شمیر په ۲۰۱۱ کال کې ۷۳ میلیاردو ډالرو ته رسیده.

چین او هندوستان غواړي تر۲۰۱۵ کال پورې خپلې تجارتي اړیکې ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي. اوس د چین او هندوستان تر منځ سوداګريز بیلانس د چین په ګټه دی، خو د هندوستان لومړي وزیر ویلي دي چې داسې لاري چارې به ولټوي ترڅو دواړه هیوادونه له خپل منځي تجارت څخه مساوي ګټه واخلي.

لي به همداراز د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغه هیواد له یو شمیر سیاستوالو سره وویني. هغه به د سه شنبې په ورځ په ممبي کې په یوې اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.