1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاروکي: په غزني کې لږ تر لږه ۸۰ عسکر وژل شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

په غزني ولایت کې یو ځايي چارواکی وايي چې په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو په نښتو کې لږ تر لږه ۸۰ حکومتي سرتیري وژل شوي دي. لومړني رپوټونه وايي چې د دوی جسدونه د غزني ښار روغتونو ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3325R
Afghanistan Sicherheitskräfte
انځور: Imago/Xinhua

د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وویل چې د لومړنیو رپوټونو له مخې په غزني ولایت کې د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ یوې برخې هم اور اخیستی او د دغې ودانۍ پر سر د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده.

فقیري د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اوسمهال وضعیت ډیر خراب دی او د غزني د ښار پر سر پولیس او د ملي امنیت ځواکونه د ملي اردو له ملاتړه پرته له طالبانو سره په جګړه بوخت دي. نوموړي همدا راز وویل چې که څه هم د ملي اردو اضافي تازه دمي ځواکونو د ښار په څنډو کې دي، خو دوی بیا هم ښار ته د داخلیو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی. دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دفاعي ځواکونه ښار ته رسیدلي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې د غزني د وضعیت په هکله وویل چې د غزني په ښار کې امنیتي ځواکونه لا هم د ټولو مهمو دولتي تاسیساتو کنترول په خپل لاس کې لري.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه چې دوی په غزني ولایت کې د طالب یاغیانو پر ضد پراخې لاسته راوړنې لري. د شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه ولایت به د طالبانو له شتون څخه د ورځې تر پایه [د شنبې ورځې تر پایه] پاک کړل شي.

په عین وخت کې په مشرانو جرګه کې د غزني ولایت سناتور محمد رحیم حسنیار د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دې ولایت ګڼ شمیر سیمې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي. حسنیار وړاندې زیاته کړه چې طالبانو یو شمیر حکومتي ودانیو او امنیتي پوستو ته اور اچولی دی. نوموړی زیاتوي چې د نښتو په ترڅ کې وسلوالو طالبانو د مخابراتي شبکو یو شمیر پایو ته هم اور اچولی دی.

Afghanistan Angriffe in Ghasni
پر غزني د طالبانو د برید په پایله ډیر امنیتي ځواکونه هم وژل شوي ديانځور: Getty Images/AFP/Z. Hashimi

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د غزني ولایت سناتور همداراز ویلي چې غزني ته له کابل څخه اضافي تازه دمي سرتیري استول شوي او د روضې تر سیمې لا هم نه دي اوښتي. روضه د غزني ولایت مرکز غزني ښار په شمال شرق کې په یو یا دوه کیلومترۍ کې پرته یوه سیمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د روانو وسلوالو نښتو له کبله د مخابراتي شبکو خدمات ځنډیدلي او د دې ولایت له چارواکو سره د تلیفون له لارې اړیکې نه ټینګیږي. ځايي رسنیو هم خپل نشرات ځنډولي دي.

طالبانو د تیرې جمعې په ورځ یعنې د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه د غزني ښار د نیولو په موخه له مختلفو لورو پراخ بریدونه پیل کړي. غزني ولایت چې د کابل کندهار د لویې لارې پر سر پروت ولایت دی، له ستراتیژیک اړخه مهم رول لوبوي. که چیرته یاغیان د دې ولایت په نیولو کې بریالي شي، نو دغه څه به د افغان حکومت له پاره ستره ماته وګڼل شي. دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د څو اونیو راهیسې د دې ولایت پر ګڼ شمیر ولسوالیو باندې خپل بریدونه پیل کړي دي.