1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: په بغلان کې د طالبانو برید ۴۴ امنیتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ وختي په بغلان ولایت کې پر یوې پوځي اډې باندې برید کړی چې له کبله یې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې سخته مرګ ژوبله رامنځ ته شوې. طالبانو تر دې مخکې په فاریاب کې هم ورته برید کړی وو.

https://p.dw.com/p/33BCx
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د بغلان ولایت چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې ۴۴ افغان پولیس او سرتیري وژل شوي. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

لا تر اوسه پورې د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي چارواکو بیا ویلي دي چې په پیښه کې نهه پولیس او ۳۵ سرتیري وژل شوي دي.

Selbstmordanschlag in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

په یوې بلې جلا پیښه کې طالبانو په زابل ولایت کې د چهارشنبې په سهار د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې څلور پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

د زابل ولایت د پولیسو قوماندان مصطفي مایار، ویلي دي چې په دې سیمه کې جګړې د څو ساعتونو له پاره دوام وکړ چې په پایله کې یې همداراز اووه یاغیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.