1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«په افغانستان کې د داعش پراخیدل د لویدیځ له پاره ګواښ دی»

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

په سوريه او عراق کې د داعش تر ړنگيدو وروسته د افغانستان د شمال ختیځ په غرونو کې د دغې ډلې حضور مخ پر پراخيدو دی. د افغان او امريکايي چارواکو په حواله داعش افغان جنگيالي جذبوي او د لويديځو هېوادونو پر ضد بريدونه پلانوي.

https://p.dw.com/p/3K8Cf
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په افغانستان کې د امريکا په مشري ځواکونو تر شتون نزدې دوه لسيزې وروسته د داعش ترهگره ډله اوس آن د طالبانو په پرتله د خپلو مخ پر زياتېدونکو پوځي وړتياو او په افغانستان او په بهر کې د ملکيانو د هدف گرځولو تگلارې د پرمختگ له وجې، پر يوه لوې گواښ بدله شوې ده.

له داعش څخه د خطر انديښنه دومره ژوره ده چې ډيری اوس طالبانو ته، چې هغوی هم له داعش سره مخالفت لري، د دغې ډلې په ځپلو کې د يوه بالقوه شريک په سترگه گوري.

د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتو يوه افغانستان ميشتي کارکوونکي اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي چې په کابل کې د بريدونو تازه څپه په امريکا او اروپا کې د سترو بريدونو له پاره په اصطلاح «تمرينونه» ول.

دغه چارواکي د نوم د بربنډولو په شرط وويل: «دا ډله له افغانستان څخه زموږ اصلي هېوادونو [امريکا او اروپايي هېوادونو] ته په نزدې راتلونکي کې يو خطر دی.»

هغه زياته کړه: «د داعش اصلي ماموريت دا دی چې له نورو هېوادونو څخه په اروپا او امريکا کې بريدونه وکړي.»

نوموړی وايي: «دا د دوی هدف دی او ورته رسېدل يوازې د وخت خبره ده. دا ډېره ويرونکې خبره ده.»

د امريکا د جورج ټاون پوهنتون د امنيتي مطالعاتو د مرکز مشر بروس هوفمند، افغانستان ته د داعش ‌ډلې، چې له عراق او سوریې شړل شوې ده، د يوه نوي پوخ سنگر په توگه گوري. نوموړی د افغانستان په ختیځ کې د داعش د «وسلو سترو زېرمو» ته په اشارې سره وويل چې «دغې ډله په افغانستان کې په نامتناسب ډول ډیرې توجه او منابع پانګه کړې دي.»  

د خلافت يو ولايت

له داعش ډلې سره تړاو لرونکي هغه وخت په افغانستان کې هم را څرگند شول چې په ۲۰۱۴م کال کې د دغې ډلې اصلې جنگيالي په عراق او سوريه کې د بريالي کيدو په حال کې وو او د دواړو هېوادونو په يو په دريمه برخه کې یې خپل خلافت اعلان کړی وو.

په افغانستان کې  د دغې ډلې څانگې ځان د خراسان ولايت په توگه ياد کړی وو.

په افغانستان په لومړي سر کې د داعش پلوو جنگيالو شمير ډېر کم وو او دا زياتره پاکستاني طالبان ول چې د پولې له بلې غاړې شړل شوي ول، د افغان طالبانو سره یې هم مخالفت درلود او د داعش له اديالوژۍ څخه اغیزمن شوي ول.

خو وروسته یې بيا شمير زيات شو او دغې ډلې په افغانستان کې پر شيعه لږکۍ باندې ستر بريدونه ترسره کړل. نن سبا د داعش د جنگيالو شمير زرونو ته رسيږي چې ډېر یې د مرکزي آسيا او همدا راز د عربي هېوادونو، چيچنيا، هند او بنگله ديش څخه دي. د چين د ايغور لږکۍ يو شمير غړي هم په افغانستان کې د داعش په ليکو کې جنگيږي.

داعش له اوږدې مودې راهيسې په ختيځ ولايت ننگرهار کې پښه ټينگه کړې ده خو د افغانستان په شمال کې هم قوي حضور لري او په دې وروستيو کې کونړ ولايت ته هم رسېدلې او د دغه ځای څخه یې شړل لا ستونزمن ثابت شوي دي. 

 د ننگرهار د ولايتي شورا يو غړی اجمل عمر، وايي چې داعش اوس په څلورو ختیځو ولايتونو ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې حضور لري. هغه وويل: «همدا اوس په کونړ کې د سړک يوه غاړې ته داعش او بلې ته طالبان دي او حکومت یې په منځ کې دی.»

هغه زياته کړه چې کونړ به ډېر ژر د دغه ډلې پر مرکز بدل شي.

عمر وویل: «کله چې داعش افغانستان کې را څرگند شو نو ښايي دوی ۱۵۰ کسان ول خو نن سبا يې شمير زرونو ته رسيږي.»

لويديځ ته گواښ

د افغان او امريکايي چارواکو په حواله په افغانستان کې د داعش پر ضد له يوې سختې تگلارې پرته، به دغه ډله په راتلونکو څو کالونو کې د دې وړتيا ولري چې  په امريکا او اروپا کې پر ستره کچه بريدونه ترسره کړي. دغه چارواکي زياتوي چې په افغانستان کې بند پاتې د داعش جنگيالي په لويدیځو هېوادونو کې له ميشتو خپلو همنظرو وسله والو سره تماس ټینگولی شي.

چارواکو تر اوسه په امريکا  کې اته داسې کسان نيولي چې په افغانستان کې يې د داعش له غړيو سره تماس درلود. مارتن عزيزي ـ يارند چې په ۲۰۱۸م کال کې په تيکساس کې په يوه بازار کې د بريد پلان جوړ کړی وو، ويلي ول چې دی هم د داعش له اديالوژۍ اغیزمن وو او دې ته یې چمتوالی نیوه چې په افغانستان کې له دغه ډلې سره يوځای شي. نوموړی په اپريل مياشت کې د شلو کلونو په بند محکوم شو.

د امريکايي استخبارتي چارواکو په حواله په افغانستان کې دننه بيا دغه ډله په پوهنتونونو کې د نويو غړيو د جذبولو له پاره فعاليت کوي چې دغه ډله له عصري تيکنالوژۍ سره بلد داسې افغانان وموندل شي چې بهر ته د سفر جوگه وي، ټولنیزې رسنۍ وکارولی شي او پيچلي بریدونه پلان کړای شي.

(bs/ms (AP