1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شین چای په څښلو سره په الزایمر د اخته کيدو خطر کميږي

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

څېړونکو په دې وروستیو کې موندلي ده چې په شين چای کې دوه عام مرکبونه، لکه کاتچین او رسوراترول، هغه مرکبونه چې په سرو شرابو کې هم موندل کیږي، د دماغ په نسج کې په الزایمر پورې اړوند آميلوئيد پلاکونونو رامنځ ته کول کموي.

https://p.dw.com/p/4MgdI
Tasse Grüner Tee
انځور: Fotolia/gaai

د نيورو ساينس طبي مجلې د ليکني له مخي؛ د امريکا د ماساچوست ايالت د تافتس پوهنتون څيړونکي د دې له پاره چې پوه شي چې څه شی د الزايمر پرمختگ ورو کوي، په عصبي حجرو کې يې له الزايمر څخه اغېزمن شوي ۱۲ بېلابېل مرکبونه په لابراتوار کي ازمويلي او د هغوی اغېز يې پر بتا آميلوئيد پلاکونو باندي اندازه کړی دی. دغه پلاکونونه د هغه چا په مغزو کې رامنځ ته کیږي چې آلزايمر ناروغي ولري.

څېړونکو وموندله چې په شین چای کې دوه عام مرکبونه کاتچين او رسوراترول په عصبي حجرو کې د پلاکونو د جوړید د کمښت سبب کيږي.

څيړونکو خپلې موندنې په فری راډیکل بیولوژي او طب مجله کې خپرې کړې دي.

هغوی د شین چای پر مرکبونو سربیره، په کورکومنو، د شکري ناروغۍ درمل میټفورمین او د سيتيکولين په نوم یو مرکب موندلی چې د پلاکونو د جوړيدو مخه نیسي.

Tasse Grüner Tee
انځور: Fotolia/gaai

تر دې دمه، د شین چای کاتچین، يعني د چای په پاڼو کې موندل شوي مالیکولونه چې د انټي اکسيډانټ اغیزې لري، د سرطان د احتمالي درملنې په توګه پري څېړني کیږي.

دغه راز، څېړونکي خبرداری ورکوي چې په لابراتوار کې د دي مرکبونو اغیزې لیدل تل هغه څه نه دي چې تاسو یې په ناروغ کې لیدلی شئ. ځینې ​​مرکبونه د وینې مغزو له خنډ نه تیریږي (هغه څه چې د الزایمر له پاره اړین دي) او ځینې یې د پاتي کيدلو ټيټه وړتيا لري، په دې معني چې په اسانۍ سره په بدن یا وینې  جریان ته نه جذبيږي.

په هر حال، دا موندنه مهمه ده، ځکه چې د الزایمر یا د هغې د پرمختګ د مخنیوي له پاره هیڅ درمل نشته، پرته له څو درملو څخه چې لاهم د ازموینې په مرحله کې دي.

د څیړونکو په وینا د کاتچين رسوراترول په شان مرکبونه چې بې خطره او په اسانۍ سره لاسرسی ورته کيږي، کيدای شي د خوړو د یوې برخې په توګه مصرف شي.

د رسوراترول طبیعي سرچینې سره شراب، ځینې میوې لکه انګور، نیلي بیري او کرین بیري، ممپلي، پسته او کاکائو شامل دي. البته، دا مهمه ده چې ستاسو په رژیم کې تر لوی بدلون راوستلو دمخه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

الزایمر ناروغي په متحده ایالاتو کې د مړینې شپږم لوی لامل دی چې تر۶ ميلیونو ډير امریکایانو يې اغیز کړي، او اټکل کیږي چې په راتلونکو لسیزو کې یې پیښې نوري هم زیاتې شي.