1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

څېړنه: د ښې روغتيا له پاره په اوونۍ کې ۵ ساعته ورزش اړين دی

۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعه

څېړنو ښوولې ده چې د روغتيا له پاره تر هغه څو ساعته ډېر ورزش بايد وکړل شي چې د روغتيا نړيوال سازمان يې توصيه کړې ده. دې سازمان په اوونۍ کې د دوه نيمو ساعتو د سپورت لارښوونه کړې، خو نوي څېړنې لا ډېر ورزش اړين ګڼلی دی.

https://p.dw.com/p/3s7PF
Symbolbild | Yoga
انځور: Design Pics/picture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په اوونۍ کې د دوه نيمو ساعتونو ورزش توصيه کوي. خو په سان فرانسسکو کې د کاليفورنيا پوهنتون پر ۵۰۰۰ کسانو د ترسره شوې یوې اوږدې څېړنې وروسته يوې بلې نتيجه ته رسيدلی دی.

دا کسان د ديرشو کلونو په اوږدو کې پوښتل شوي چې په اوونۍ کې څو ورځې ورزش کوي. د دې څېړنې کابو نيمايي ګډونوال تور پوستي امريکايان ول چې د ښځو شمير پکې تر نارينه وو لږ ډېر وو.

په دې موده کې ښوول شوې چې په څېړنه کې شريکو ټولو ډلو د هغه وخت په پرتله چې ځوانان ول، لږ سپورت کړی وو او ورزش ته یې ډېره پاملرنه نه وه کړې، او له دې کبله د وينې د فشار د لوړيدو له خطر سره مخ شوي دي.

کندهار: د ښځو له پاره د يوه ورزش کلب پرانيستنه

څېړونکي ډلې وړاندیز کړی دی چې د لا ډېرو ساعتونو له پاره دې د ورزش توصيه وشي.

کارپوهان وايي چې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ ځوانان بايد په اوونۍ کې پنځه ساعته ورزش وکړی څو په پاخه او زاړه عمر کې روغ پاته شي. هغه کسان چې پر دې لارښوونه عمل کوي، تر زړيدو وروسته به هم د خپلو همزولو په پرتله ښايي ډېر سپورټ وکړي. دا څېړنه د امريکا په يوه طبي مجله کې خپره شوې ده.

زموږ له آرشيف څخه: