1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: ۱،۲ میلیارده ماشومان له گواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د ماشومانو د ساتني ادارې (Save the Children) په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د نړۍ تر نیمایي ډیر ماشومان د جګړو، بې وزلۍ او جنسي تبعیض له خوا ګواښل کیږي.

https://p.dw.com/p/2yhqO
Brasilien Symbolbild Kinderarbeit
انځور: Getty Images/O. Havana

دغه رپوټ چې د چهارشنبې په ورځ د «محرومیت د ډیرو څیرو» تر عنوان لاندي خپور شوی دی، پکښې ۱۷۵هیوادونه پر دې اساس چې په هغوی کې د ماشومانو د کار، له زده کړو محرومیت، د ماشومانو ودونه او په کم عمر کې حامله کیدو سره څه ډول چلن کیږي، درجه بندي شوي دي.

څیړنې موندلې ده چې په ټوله نړۍ کې ۱،۲ میلیارده ماشومان د دغو ګواښونو د يوه له خطر سره مخامخ ول.

د درجه بندۍ له وروستیو لسو هیوادونو څخه اته یې په مرکزي افریقا کې دي. په ټوله نړۍ کې د نایجیر هیواد د  ماشومانو وضعیت ډیر زیات خراب دی. سینګاپور او سلوانیا بیا هغه دوه هیوادونه دي چې دغه شان ګواښونه پکښې تر نورو ټولو هیوادونو کم دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې اجرائیه وي رئیسې هیلي تورنینګ شمیت، وویل: «د نړۍ له نیمایي څخه ډیر ماشومان خپل ژوند په سختو شرایطو کې پیلوي ځکه يا خو هغوی نجوني دي، يا بې وزله دي او یا دا چې هغوی د جګړو په سیمو کې لویږي.»

هغې زیاته کړه: «حکومتونه تر دې ډیر کار کولی شي چې هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل ورکړي.» هغې وویل: «دا موضوع چې بیلابیل هیوادونه چې ورته عاید لري او د ماشومانو په برخه کې ډیري متفاوتې پایلې سره لري دا خبره تثبیتوي چې سیاست، تمویل او سیاسي ژمنتیا بدلون رامنځ ته کولی شي.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې تر یوه میلیارد ډیر ماشومان په داسي هیوادونو کې ژوند کوي چې د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي او ۲۴۰ میلیونه نور ماشومان بیا په داسې هیوادونو کې اوسیږي چې د جګړې او ماتیدونکي وضعیت له ګواښ سره مخامخ دي.

په رپوټ کي راغلي دي چې ۵۷۵ میلیونه نجوني په داسې هیوادونو کې ژوند کوي چې له هغوی سره پکښې تبعیضي چلن کیږي.

افغانستان، یمن، سومالیا او سویلي سوډان د هغو ۲۰ هیوادونو په ډله کې دي چې ۱۵۳ میلیونه ماشومان پکښې له درو واړو ګواښونو سره مخامخ دي. د دې هیوادونو ماشومان له شاقه کار، له زده کړو محرومیت او په ماشوالي کې د ودونو له ګواښونو څخه کړیږي.