1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: په آلمان کې مسلکي قوې ته اړتیا مخ پر ډیریدو ده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د یوې څیړنې پایلې ښیې چې د آلمان په اقتصاد کې د طبیعي علومو د تخنیک په برخه کې په بی سارې توګه د مسلکي قوې تشه رامنځته شوې.

https://p.dw.com/p/2xh0h
Bildergalerie Katholikentag Münster 2018 | DB Check-Up für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې د آلمان د اقتصاد انستیتوت (IW) چې شرکتونو سره نژدې اړیکې لري، د خپلو تحقیقاتي څيړنو پایلې خپرې کړي دي.

د دغې ارزونې له مخې د روان کال په اپریل میاشت کې په آلماني شرکتونو کې  د ۳۱۴۸۰۰ مسلکي کسانو تشه موجوده وه. یعنې دغه تشه تر دې د یوه کال مخکې په پرتله یو پر دریمه زیاته شوې ده.

تر ټولو بیړنۍ تقاضا د IT  یا د کمپیوټر د تخنیک په برخه کې مسلکي کسانو ته ده. دغه څیړنه چې په کال کې دوه واره په لاره اچول کیږي تر ټولو په لومړي قدم کې د کارورکونکو ټولنو او صنعتي شرکتونو په سپارښتنه او تمويل ترسره کیږي.

د آلمان په کولن ښار کې د آلمان د اقتصاد انستیتوت (IW) کارپوه اکسل پلونک، واضحه کړه چې که په بالقوه ډول د بهرنیانو په ګمارنې کې زیاتوالی نه وای راغلی، نو وضعیت به لا پسې خراب شوی وای.

لومړۍ داسې نښې نښانې ښکاري چې آلمان ته په دې موده کې د راغلو مهاجرو په منځ کې هم داسې کسان شته چې د ریاضي، معلوماتي ټکنالوژۍ، طبیعي علومو او تخنیک په برخو وړتیا او تخصص لري.

د دغې څیړنې په اساس د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ ربع کې له اریتریا، عراق، افغانستان او سوریې څخه په راغلو مهاجرو کې نږدې ۱۶۴۰۰ تنه یې په نوموړو مسلکونو کې مصروفه ول، حال دا چې دغه شمیر تر دې یو کال مخکې ۸۰۰۰ وو.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: