1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څیړنه: د زړه تر حملې وروسته ورزش ګټور تمامیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

د روغتیایې چارو کارپوهان په دې باور دي چې د زړه تر حملې وروسته د ورزش کولو عادت، کیدای شي د ناروغ عمر اوږد کړي.

https://p.dw.com/p/2wuSz
Symbolbild Schlaganfall Herzinfarkt
انځور: Colourbox/E. Wodicka

د سویډن د سائنس پوهانو یوې ډلې د زړه تر حملې وروسته له روغتون څخه ۲۲ زره هغه کسان په خپله څیړنه کې شامل کړل چې سنونه یې د ۱۸ او ۷۴ کلونو تر منځ ول. د څیړنې په پایله کې معلومه شوه؛ هغه کسان چې ورزش یې پیل کړی او یا یې هم ورزش زیات کړی وو، په هغو کې په لومړنیو څلورو کلونو کې د مړينې خطر نیمایې ته راکښته شوی وو.

د «سویډش سکول آف سپورټ اینډ هیلت سائنس» یا د سویډن د سپورت او روغتیايې سائنس روزنیز مرکز پوري اړوند کارپوه اوژان ایکبلوم وایې: «دا خبره له پخوا څخه معلومه ده چي کوم خلک چې ورزش کوي په هغوي کې د زړه د حملي خطر هم کم وي او اوږد ژوند کوي، خو تر اوسه پورې دا لا معلومه نه وه، چي  پر کومو کسانو چې د زړه حمله تیره شوي وي، ورزش کول پر هغو څه اغیزه کوي؟»

د څیړونکي اورژان ایکبلوم، په خبره د دوی ټیم د زړه تر حملې له شږو څخه تر لسو اونیو او یو کاله وروسته پورې د زړه د دغو ناروغانو فزیکي فعالیتونه تر څیړنې لاندې نیولي دي. په دغو ناروغانو کې چې شمیر یې ۲۲۲۲۷ ته رسیده ۱۱۰۰ تنه یې د څلورو کلونو په جریان کې مړه شول.

د سائنس پوهانو په حواله هغو کسانو چې په پرله پسې ډول یې خپل فزیکي فعالیت محدود ساتلی وو، په هغو کې د مړينې خطر ۳۷ سلنه پاته شوی وو، په داسې حال کې چې هغو کسانو چې په پرله پسې ډول یې خپل ځانونه مصروف ساتلي ول او فزیکي فعالیت یې زیات ول، په هغو کې د مړينې خطر ۵۱ سلنه راکښته شوی وو.

د څیړونکو په حواله په اونۍ کې دوه واره یا تر هغې ډیر ورزش کول د زړه د ناوروغانو له پاره ډیره زیاته ګټه لري.

AFP

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځویز رپوټ: