1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څیړنه: د الکولو څښل په هره اندایزه چې وي، ضرر لري

۱۳۹۷ شهریور ۸, پنجشنبه

په ټوله نړۍ کې د الکولو د څښلو په اړه یوه نوې تر سره شوي څیړنه ښيي چې آن کله ناکله د یوه معین مقدار واین یا بیر څښل هم په ناروغیو د اخته کیدو او ژر مړیني چانس زیاتوي. د څیړنې له مخې د الکولو بې ضرره مقدار وجود نه لري.

https://p.dw.com/p/342Zn
Bier aus der Mikrobrauereien
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

په ۱۹۵ هیوادونو کې د تر سره شوې یوې نوې څیړنې له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د الکولو څښل د شا او خوا درې میلیونه کسانو د ژر مړینې سبب شوی دی.

د دغې څیړنې پایلې چې څو ورځې مخکې د «لنست» په نوم علمي مجله کې خپرې شوي، موندلي دي چې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې د عمر لرونکو د مړیني یو مهم فکتور الکول دي. د دغې څیړنې په پایله کې دا هم جوته شوې ده چې د الکولو کم مقدار یا کله ناکله څښل هم د روغتیایي ستونزو لکه سرطان، د زړه د ناروغیو او توبر کلوز خطر زیاتوي.

د دغه تحقیق مشرې لیکوالې ایمانویلا ګاکیدو، چې د روغتیا معیارونو د اروزنې د انستیتوت مشره هم دي په سیاتل کې وویل: «له الکولو سره تړلې د روغتیا خطرونه ډیر ستر دي.»

څیړونکو تر زرو زیات موارد ارزولي دي، څو پر سړو او ښځو باندې د الکولو د تاثیراتو یو جامع انځور په لاس راوړي.

څیړونکو موندلې ده چې هره ورځ په یو ستندرد مقدار کې د الکولو څښل چې د بیرو د یوه کوچني بوتل، د واین د یو ګلاس او هم د لوړې فیصدۍ الکولو لرونکو یو پیک معادل دي، د ۲۳ صحي ممکنه ستونزو څخه د یوې ناروغۍ چانس ۰،۵ سلنه زیاتوي.

د ګاکیدو، په خبره ښایي دغه میزان ډیر و نه بریښي، خو د نړۍ په کچه د الکولو روزمره څښل په کال کې د سلو زرو اضافي مړینو د پيښو په معنی دی.

ماکس ګریسولد، چې د دغه څیړنې یو له لیکوالانو څخه دی د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د الکولو بې ضرره مقدار وجود نه لري. هغه زیاته کړې ده: «په ټوله کې له الکولو سره تړلي روغتیایي خطرونه د هغې د مصرف په تناسب مخ پر لوړیدو دي.»

په دغه څیړنه کې له الکولو سره تړلې پر عامو ناروغیو سربیره، د الکولو د مصرف له کبله رامنځ ته کیدونکې مرګ ژوبلې لکه ترافیکي پيښو او ځان ته ضرر رسولو مواردو ته هم کتنه شوې ده.

څیړونکو په دغه رپوټ کې لیکلي دي چې د ورځې په عامه اصطلاحه دوه پیکه الکول څښل په ناروغیو د اخته کیدو او همداشان د جسمي جراحت چانس اوه سلنه زیاتوي. د پنځو پیکونو په څښلو سره دغه خطر ۳۷ سلنه زیاتیږي.

د مرګ عوامل

د دغه تحقیق له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د الکولو څښل د ژر مړینې اووم عامل وو چې دغه څه د ښځو د مړینې په برخه کې دوه او د نارینه وو په برخه کې اووه سلنې ته رسیږي.

د ۱۵ او ۴۹ کلونو تر منځ عمر لرونکو کسانو له پاره د الکو مصرف وژونکی فکتور وو چې د نارینه وو د ژر مړینې ۱۲ سلنه جوړوي.

نړیوال انځور

څیړونکو په دغه رپوټ کې لیکلي دي چې د نړۍ په کچه د الکولو مصرفونکو شا او خوا دوه میلیارده خلکو څخه ۶۳ سلنه یې نارینه دي.

په ۲۰۱۶م کال کې تر ټولو زیات د الکولو مصرفوونکي د رومانیا سړي، په اوسط ډول یې د ورځې اته ګیلاسه الکول څښلي. تر هغې وروسته پورتګال، لوګسومبورګ، لیتوانیا او اوکراین راځي چې دغه مقدار په کې د ورځې اوو ګیلاسو ته رسیږي.

د ښځو په منځ کې د اوکراین ښځې لومړی ځای لري چې په اوسط ډول یې د الکولو څښلو مقدار څلور ګیلاسه ښوول شوی. د اندورا، لوګسومبورګ، سپينه روسیه، سویډن، ډنمارک، آیرلنډ او بریتانې ښځې په اوسط ډول د ورځې درې ګیلاسه الکول څښي.

مسلمان اکثریت میشتې هیوادونه د نړۍ په کچه په هغو هیوادونو کې راځي چې ډیر کم الکول په کې مصرفیږي.

زموږ له آرشیف څخه: