1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان: افغانستان کې زموږ ماموریت په امریکا پورې تړلی دی

۱۳۹۷ دی ۱۵, شنبه

له افغانستان څخه د پام وړ امریکایي ځواکونو د وتلو په پام کې نیولو سره، نږدې نیمایي آلمانان په دې نظر دي چې په دې هیواد کې د آلماني پوځ ماموریت بايد پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/3B3vM
Afghanistan Ausbildung für Polizeikräfte in Kunduz
انځور: picture-alliance/imageBROKER/B. Kietzmann

د دویچه پرسه اګنټور یا د آلمان خبري آژنس، له خوا د YouGov په نوم د نظرپوښتنې تحقیقاتي انیستیتوت په وسیله ترسره شوې یوې نظرپوښتنې په اساس ۴۸ سلنه آلمانان په دې صورت کې د ځواکونو وتل تائيدوي او ۲۹ سلنه یې ردوي. ۲۳ سلنه نه غواړي په دې اړه په واضح ډول څه ووایي.

د امریکا متحده ایالات په دې غور کوي چې په افغانستان کې د خپلو ۱۴۰۰۰ سرتیرو یوه برخه له دغه هیواد څخه وباسي. د رسمي معلوماتو له مخې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دا مساله ارزوي.

آلمان په افغانستان کې نږدې ۱۳۰۰ سرتيري لري چې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي سرتیرو په روزنه بوخت دي.

په آلمان کې د سوریې په نسبت د افغانستان په اړه د نظر لږ وضاحت موجود دی، ځکه د امریکا ولسمشر له دغه هیواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو اعلان کړی دی.

په آلمان کې د پوښتل شویو کسانو ۴۱ سلنه په دې نظر ده چې په سوریې کې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د ملیشو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د آلمان د تورنادو الوتکو او جنګي الوتکو ته د تیل رسونکو الوتکو ماموريت باید له دغه هیواد څخه د امریکایي پوځیانو له وتلو سره موازي پای ته ورسیږي.

۳۲ سلنې د دې ماموریت د پای ته رسولو پر ضد نظر ورکړی دی او ۲۸ سلنې په دې اړه خپل نظر نه دی ویلی او یا یې ویلي دي چې «نه پوهیږم».

د ترمپ دغه پریکړه د امریکا د متحدینو تر منځ او همدارنګه په خپل هیواد کې دننه له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې او د امریکا د ولسمشر د امنیتي سیاست د ډاډمنتوب په اړه یې پوښتنې راولاړې کړي دي.

۲۵ سلنې د پوښتل شویو کسانو د داعش ترهګري د نړۍ له پاره یو تر ټولو خطرناک کړکیچ بللی دی. د داعش پسمنظر ته په کتلو سره دغې ډلې په سوریې او عراق کې تر ډیرې اندازې ماته خوړلې، خو په اروپا کې د دغې ډلې د بریدونو خطر د ۴۸ سلنې وګړو په اند پر خپل ځای پاتې دی په داسې حال کې چې ۲۹ سلنه خطر لا زياتېدونکی بولي. یوازې ۷ سلنه خلک فکر کوي چې دغه خطر کم شوی دی.

د آلمانانو په نظر دویم خطرناک کړکیچ د روسیې او امریکا تر منځ د منځني واټن توغندیو پر سر جنجال دی چې له ( ۱۶ سلنې) سره او په تعقيب یې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اټومي شخړه هم ده چې فيصدي يې ۱۴ سلنه ده. د ختیځ اوکراين کړکیچ په ۶ سلنې، د اسرائیل او فلسطين معضله ۳ سلنه او د ایران اټومي پروګرام ۲ سلنه خلک اندېښمنه کړي چې له دې مخې دا د لا ډیرو کمو انسانانو په نظر تر ټولو خطرناکه شخړه ده.