ځانگړي ځواکونه: د طالبانو له يوه زندانه ۶۱ بنديان آزاد سوي
۱۳۹۷ مرداد ۱۲, جمعهد ځانگړو ځواکونو وياند جاويد سليم د جمعې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اگست ۳مه) رسنيو ته ويلي دي چي دغه عمليات د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي سوي دي.
د هغه په خبره د عملياتو پرمهال دوه طالبان وژل سوي او د هغوی [طالبانو] له يوه زندانه ۶۱ بنديان آزاد کړل سوي دي. هغه د عملياتو په اړه نور جزيات ور نه کړل.
د سليم په خبره دغه کسان د مختلفو دلايلو له مخي بنديان سوي ول« په دوی کي داسي کسان هم سته چي له افغان حکومت سره د همکارۍ په تور بنديان سوي ول».
وياند ويلي دي چي بنديان اوس لښکرگاه ته لېږل سوي دي او نن د جمعې په ورځ به بيرته خپلو کورونو ته ولاړ سي.
سليم ويلي دي چي په تيرو درو مياشتو کي په هلمند ولايت کي تر ۳۵۰ زيات کسان د طالبانو له زندانونو څخه آزاد کړل سوي دي.
وسله وال طالبان په هلمند ولايت کي پراخ حضور لري. د افغانستان د بيا رغوني د څار ادارې د تازه راپور له مخي د هلمند ولايت له ۱۴ ولسواليو څخه ۹ يې د وسله والو طالبان په کنترول کي دي.
dpa,ap(N.Z(