1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانګړي ځواکونه فاریاب ته رسیدلي دي

حسین سیرت/ کابل۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

په فاریاب کې د طالبانو پرمختګ له سختو نیکو سره مخامخ شوی. په پارلمان کې د دغه ولایت استازو ویلي چې طالبانو په دې سیمه کې د ۶۰ تنو سیمه ییزو پولیسو سرونه پرې کړي دي. خو دغه شمیره د کورنیو چارو وزارت نه ده تایید کړې.

https://p.dw.com/p/1Fxwr
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai
د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو په روانه اوونۍ کې وویل چې په سلهاو تنو طالبانو د دغه ولایت پر المار ولسوالۍ باندې برید کړی دی او دا چې اوس ۳۰۰۰ کورنۍ د دغې ډلې په محاصره کې دي. دغو چارواکو ګواښ کړی وو چې که سیمې ته اضافي ځواکونه و نه رسیږي نو کیدای شي چې طالبان د غچ اخیستلو هڅه وکړي او په سیمه کې یو ناورین رامنځ ته کړي.
طالبان د فاریاب ولایت په قیصار، المار او شیرین تګاب ولسوالیو کې حضور لري او وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هغوی معلومات په فاریاب ولایت کې د طالبانو له خوا د ۶۰ تنو د سرونو د پرې کولو رپوټونو په اړه څه دی، وویل: «په خواشینۍ سره چې د فاریاب په جګړه کې خلکو ته تاوان رسیدلی دی. نه شم کولای د مشخصو شمیرو په اړه تر هغه وخت پورې چې موږ ته شمیرې نه وي رسیدلې، خبرې وکړم. خو دا خبره تاییدولی شم چې د فاریاب خلک له ستونزو سره مخامخ دي او موږ هڅه کوو چې دغه ستونزې حل کړو.»
صدیقي دا خبره تایید کړه چې د خلکو د مقاومت شل تنه سرتیري د طالبانو له خوا اسیر شوي دي خو روښانه یې کړه چې په اسیر شویو کسانو کې د پولیسو مامورین نه شته.
له بلې خوا د فاریاب ولایت استازو غوښتنه کړې ده چې دغه ولایت ته دې اضافي ځواکونه واستول شي ترڅو د ولسواليو د سقوط مخنیوی وشي، خو صدیقي وویل چې دغه کار لا وختي شوی دی او هڅه به وشي چې فاریاب له یاغیانو پاک شي: «د پنجشنبې په ورځ مو ځواکونه استولي دي. د پولیسو تر ټولو ښه ځواکونه فاریاب ته استول شوي دي او د یاغیانو د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي. موږ هڅه کوو چې د پولیسو تر څنګ اردو هم برخه واخلي. اوس مهال د ملي اردو دوه څرخي الوتکې هم په فاریاب ولایت کې په بمباریو بوختې دي.»
صدیقي وویل چې فاریاب ولایت ته ځانګړي ځواکونه هم استول شوي دي او تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت هیڅکله هم په دې اندازه ځواکونه کوم بل ولایت ته نه وو استولي. له بلې خوا د ملي امنیت ادارې د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي دي چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د دوو مشرانو په ګډون د دغې ډلې ۳۴ غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا صدیقي په ننګرهار ولایت کې هم د طالبانو او اسلامي دولت د جنګیالیو پر ضد د دوو عملیاتو د په لاره اچولو خبر ورکړ. هغه وویل چې افغان حکومت په ننګرهار ولایت کې د داعش فعالیتونه جدي نیولې دي او په تیرو ورځو کې یې د دغې ډلې د مشرانو په ګډون د هغې ډیر شمیر غړي وژلي دي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب