1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتونخوا کي د مېرمنو په وړاندي ناوړه چلن به کله بدل سي؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

په پاکستان او بيا په زياته د خيبر پښتونخوا ايالت دننه په بازارونو، پارکونو، تعليمي ادارو، خصوصي او دولتي ادارو کي د مېرمنو سره چلن څنګه دی؟ په هکله يې د رفعت انجم تبصره دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/3gggm
DW Urdu Blogger Riffat Anjum
رفعت انجم، د آلمان ږغ اردو څانګي بلاګ ليکونکېانځور: Privat

کله چي انجلۍ يا مېرمنه د کوم ضروري کار له پاره له کور دباندي وځي يا هم د ذهني ستړيا ليري کولو له پاره محصلې انجوني د پوهنتون په کومه کافې کي سره کښيني، نو  هغوی د نارينه ؤ له رډ رډ کتلو او خبرو څخه محفوظي نه وي.

زيات هلکان حتی دا پر ځان فرض ګڼې چي نه يوازي انجونو ته په دومداره توګه رډ رډ وګوري بلکه څو جملې هم پسي ورته ووايي. حتی که د کور والا مېرمنه هم ورسره وي، نو بيا هم په بازار پا پارک کي نورو ښځو ته کتل د نارينه ؤ عادت ګرځېدلی دی.

په همدې توګه په دفاترو کي د کار کوونکو مېرمنو پر لباس شهواني تبصرې د زياتو نارينه همکارانو عادت وي. دا ټول کارونه زموږ په ټولنه کي د مېرمنو د زهيرولو د عادي کېدلو يوه نخښه ده.

د دغو پيښو په تړاو شکايت (پوليسو ته) خو ليري خبره ده، حتی دغو پيښو ته د جنسيت پر بنياد د زهيرونو په ليسټ کي ځای ورکول هم ناسم بلل کيږي. همدا وجه ده چي په پاکستان او په زياته خيبر پښتونخوا کي په تعليمي ادارو او دفاترو کي د مېرمنو سره د جنسي زهيرونو چلن ورځ تر بلې په زياتېدو دی.

تر کومه وخته چي دغه کارونه په جرم نه وي بدل سوي يا خو له سره رابرسېره کيږي او يا پخپله د مېرمنو له خوا د دغو پوښتنو پر اساس له پامه غورځول کيږي چي: خلک به څه وايي؟ د کور غړي به مي څه فکر کوي؟ ايا بيا به له کور څخه د وتلو اجازه ولرم؟ په ټولنه کي به زما سره د تر سره کېدونکي ظلم په وړاندي څوک زما ملګري وکړي؟ ايا دغه به زما خپل د لمن داغ وګڼل سي او د ژوند تر آخره به زما له پاره په ناسور بدل سي؟ د همدغو بيرو پر اساس دغه زهيرونې له پامه څخه غورځول کيږي. له مصلحت څخه ډکه همدغه خاموشي بالآخره د ناموس په نوم قتل، خودکشۍ او يا ورته ناوړه پيښو په توګه بيا رابرسېره کيږي.

د خيبر پښتونخوا په کاري دفاترو کي د جنسي زهيرونو د پيښو د مخنيوي له پاره د ايالتي ادارې د ژمنتيا ښودل کېدنې څخه د ايالتي محتسب تر په وظيفه ګمارلو پوري نه کاله ځنډ رامنځ ته سو. ځه دېر آمد درست آمد. د محتسب د ادارې له فعالېدو راهيسي ۷۷ غوښتنليکونه تر لاسه سوي دي چي پکښي ۳۵ يې په مستقيمه توګه د جنسي زهيرونې په برخه کي شامل کړل سوي دي.

په تر لاسه سوو شکايتونو کي د خصوصي او دولتي دفاترو کار کوونکو مېرمنو او په همدې توګه په تحصيلي او تعليمي ادارو کي د کار کوونکو يا تحصيل کوونکو مېرمنو درخواستونه شامل دي چي په جنسي توګه زهيرول سوي دي. په دغو شکايتونو کي يو هم داسي شکايت نه دی چي نارينه دي کړی وي او پکښي د انصاف غوښتنه دي يې کړې وي.

د خيبر پښتونخوا ايالتي محتسبه رخشنده ناز وايي چي په دغه ايالت کي د موجودو زهيرونو سره تړلو قوانينو له مخي په ټولو خصوصي او دولتي ادارو او د تعليمي ادارو کي د زهيرونې ضد د اړونده پلټونکو جرګه ګيو جوړل لازم دي. د ناز په وينا تر اوسه د محتسب له دفتر له خوا ۷۰۰ خبرداري ليکونه لېږدول سوي دي چي په نتيجه کي يې تر اوسه صرف ۲۴۳ جرګه ګۍ جوړي کړل سوي دي. له دغو څخه ۱۸۵ په دولتي او ۵۸ يې په خصوصي ادارو کي رامنځ ته سوي دي.

د جنسيت پر اساس د زهيرونې د پيښو د مخنيوي له پاره د يو ان وومن (د مېرمنو له پاره د ملګرو ملتونو اداره) او په همدې توګه د ايالتي محتسب له خوا پر جرګه ګیو د معلوماتو کتابچه وېشل سوې ده. په دغه معلوماتي کتابچه کي د جنسي زهيرونې په تړاو ټول معلومات ځای کړل سوي دي. د دې تر څنګ په دغه کتابچه کي مېرمنو ته رهنمايي سوې ده چي د زهيرول کېدنې په صورت کي څنګه او چيري شکايت کولای سي.

له بل اړخه «د حوا لور» په نوم د مېرمنو د زهيرونې ضد ځايي سازمان وايي چي په ۲۰۱۷ کال کي د هغوی سره ۸۰ مېرمنو او دوو نرښځيانو له جنسي زهيرونو څخه شکايت کړی ؤ. په ۲۰۱۸ کال د شکايتونو شمېر ۵۰ ؤ. او په ۲۰۱۹ کال د شکايتونو دغه شمېر ۲۰ ته راټيټ سو.

«د حوا لور» سازمان رئيسه شوانه شاه وايي چي د شکايتونو په شمير کي د کمېدنې وجه دا نه ده چي ګواکي د زهيرونو د پيښو شمېر کم سوی دی. د هغې په وينا وجه يې دا ده چي هغه چا چي شکايتونه کړي هغوی ته انصاف نه دی رسېدلی او له دې کبله د نوو شکایتونو شمېر کم سوی دی.

د پېښور پوهنتون يوه محصله وايي چي د خپلو ښو نتايجو له کبله د طلايي مډال مستحقه سوه خو د پوهنتون مرستيال ورڅخه د مډال ورکولو په بدل کي د يو لک روپو او ماښامنۍ ډوډۍ غوښتنه وکړه. د دغې محصلي په وينا له چي يې د مرستيال رئيس غوښتنه رده کړه او د دغې پيښي شکايت يې وکړ. د هغې په وينا اوس د انصاف ورته رسېدو پر ځای د هغې شخصيت او کردار وژنه ادامه لري.

همدغه وجوهات دي چي د خيبر پښتونخوا ايالت چي پخوا د ترهګرۍ قرباني ايالت ؤ، پکښي د دې پر ځای چي مېرمنو ته اړينه خودمختاري ورکول سي، هغوی په فيصلو کي شريکي کړل سي، د هغوی سره د پښتو د څپليو په شان چلن کيږي. که د دغه طرز د فکر مخه ونه نيول سوه نو دغه ټولنه به نور هم پرشاتګ وکړي. خو لکه څنګه چي ويل کيږي «پیوستہ رہ شجر سے امید بہار رکھ» (د ونې سره پېوستون او د پسرلي د راتګ هيله ولره) نو موږ هم په ټولنه کي د بهتري راتلو په انتظار يو.

ليکونکې: رفعت انجم
منبع: آلمان ږغ اردو څانګه