1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيښور: د لاسې بم په حمله کې يو پاکستان پولیس وژل شوی

۱۴۰۱ تیر ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مردان سيمه کې د چهارشنبې په ورځ د لاسي بم په یوه حمله کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور کسان ټپیان شوي دي. ویل شوي چې حمله کونکي تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4Do2i
Pakistan | Demonstrationen in Multan, November 30, 2020
د آرشیف انځورانځور: Asim Tanveer/AP/picture-alliance

د اسوشتید پریس په حواله، حمله کوونکو د سړک پر غاړه د پولیسو ېوې پوستې ته لاسي بم وروغورځاوه او بیا وتښتیدل.

د پولیسو يو ویاند، عدنان خان، وويل چې د وژل شوي پولیس افسر مړی او ټپیان نژدې روغتون ته رسول شوي دي.

هغه د پيښې په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو وې ويل چې د پيښې په تړاو د پولیسو تحقیقات ادامه لري.

د دغې حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم د حمله کونکو هویت خپور شوی دی.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې افغانستان ته نژدې پروت دی، ډيری وخت د پاکستان پر پولیسو او پوځ باندې مرګونې حملې ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې اسلام آباد داسې ادعاوې کړي چې د اورپکو دغه حملې د افغانستان له خاورې تنظيموي، خو کابل بيا دغه تورونه ردوي.