1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتريوس: ملکی تلفات به مطلق حداقل ته راټیټ شی

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

ديويد پيتريوس خوست ته په خپل سفر کی ویلی چی ځواکونه به یی هڅه وکړي چی په خپلو عملياتو کی ملکی تلفات مطلق حداقل ته ورسوي. ده دغه څرګندوني د ملکی تلفاتو په وړاندی د کرزی د سخت غبرګون وروسته کړي

https://p.dw.com/p/11TJx
د ناټو مشر په خوست کی
د ناټو مشر په خوست کیانځور: DW/F. Zahir

ولسمشر کرزي ويلي وو چې بهرني ځواکونه دې نور ملکي مرګ ژوبله بنده کړي که نه دوى به اشغالګر ځواکونه وبلل شي او اشغالګر په افغانستان کې بد تاريخ لري.

د ناټو په وروستی هوایی برید کی د ماشومانو او ښځو په ګډون نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پیتریوس پرون «پنج شنبه» د خوست ولایت د «ځاځی میدان» ولسوالی ته سفر کړی وه. ده وویل چی د ناټو ځواکونه د ملکی خلکو پر تلفاتو ژور خواشینی دی.

د ناټو د ځواکونو د مشر په حواله، ځواکونه به یی وروسته له دی لا ډیره هڅه وکړي چی په خپلو عملیاتو کی د ملکی مرګژوبلی مخنیوی وکړي.

جنرال ډيويډ پيټريوس دغه راز د افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ. ده ژمنه وکړه چی امریکا به له افغان سرتيرو سره د روزنې او تجهيز په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو افغان ځواکونه په راتلونکي کې د دې وړتيا پيدا کړي، چې د خپل هيواد امنيتي مسؤليتونه په غاړه واخلي.

په دغه سفر کی د خوست والی، عبدالجبار نعیمی، هم د ناټو ځواکونو د مشر سره ملتیا کوله. ده د ناټو د مشر څخه د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کی د ناټو د ځواکونو مشر، ديويد پيتريوس، په داسی حال کی د خپلو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکی مرګژوبلی د کمولو خبري کوی، چی څو ورځی وړاندی افغان ولسمشر بهرنيو ځواکونو ته د دغی موضوع په سر ډير سخت ګواښ وکړ.

د ولسمشر د ګواښ وروسته بیا د ناټو چارواکو وویل چی دوي به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی خو هڅه به وکړي چی د ملکی تلفاتو مخنیو وشی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري، هیلری کلنتون، هم افغانستان کی د ملکی تلفاتو په اړه څرګندونی وکړی. هغی وویل چی د ناټو هوایی بریدونه به دوام پیدا کړی.

دویچه ویله/ فریدالله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش