اېگسوسفير د ځمکې کرې شا او خوا فضا ته ويل کیږي او د اتموسفر تر ټولو باندنی قشر دی. اېگسوسفیر د ځمکې او نورو سيارو او ستورو ترمنځ فضا ده او د ناسا د تعريف پر اساس د سیارو ترمنځ د فضا برخه هم ده. اېگسوسفر د ځمکې د اتموسفر پنځمه لايه يا پرده ده چې له ځمکې څخه له ۴۰۰ نيولې تر ۱۰۰۰ کيلومترو واټن کې پيلیږي. د دې دباندنی سرحد ښايي له ځمکې څخه څه نا څه لس زره کيلومتره لیرې وي.