1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو: په ونزيویلا کې د اقدام وخت رارسیدلی دی

۱۳۹۷ اسفند ۵, یکشنبه

د ونزيویلا پوځ د کولمبیا په سرحد کې د بشري مرستو پر کاروان ډزې کړي دي. لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد به یې د ونزيويلا د خلکو د ژغورنې له پاره پر لازم اقدام لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/3DzUU
Brasilien Pacaraima Grenze Venezuela Ausschreitungen
انځور: Reuters/R. Moraes

په ونزیویلا کې وضعیت یو وار بیا شدت موندلی. اپوزیسیون غوښتل چې د امریکا د مرستندویه توکو کاروان ته اجازه ورکړي چې ونزيویلا ته داخل شي، خو پوځ یې مخه ونيوله. د تقابل په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ډیر نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله د برازيل په سرحد کې د ونزيویلا د خلکو له پاره د مرستندویه توکو د انتقال پر سر د رامنځته شوي اخ و ډب په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.

د G1 په نوم د برازيل هیواد خبري آژانس د یوې وینزيویلایي داکترې په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه کسان د ونزيویلا د سرحدي ښار زانتا الینا په اویرن (Uairén) کې په ډزو ویشتل شوي دي. زیاته شوې چې ۱۳ تنه نور ټپیان برازيل ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.

خو دغه معلومات د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي. د جمعې په ورځ هم د برازيل په سرحد کې له پوځیانو سره د رامنځته شوې شخړې په پایله کې دوه تنه وژل شوي ول. د ونزيویلا سوسیالست ولسمشر نیکولا مادورو د پنجشنبې په ماښام له برازيل سره خپل سرحد بند کړ، څو دغه هیواد ته د راتلونکو مرستو مخه ونيول شي.

د G1 خبري آژانس د رپوټ په حواله د شنبې ورځې تر غرمې وروسته (د سیمه ایز وخت مطابق) د پوځ او مظاهره کونکو ترمنځ هغه وخت شخړه رامنځته شوه چې مظاهره کونکي او پر مرستندویه توکو بارو لاریو هڅه وکړه چې د برازيل په سرحد کې د پوځ له خوا جوړ شوي موانع لیري او مرستندویه توکي د ونزيويلا خاورې ته دننه کړي.

ویل کیږي چې په دې وخت کې د برازيل له سرحد څخه د پورې غاړي احتجاج کونکو او ونزيویلایي پوځ ترمنځ تصادم رامنځته شوی دی. مظاهره کونکو هغې ودانۍ ته اور ور واچوه چې د مادور پوځ ترې استفاده کوله چې په مقابل کې یي پوځ اوښکي بهونکي ګاز وکاروه.

Kolumbien Cucuta Geschlossene Grenze zu Venezuela
انځور: Imago/Aton Chile

ونزيویلا دیپلوماتیکې اړيکې پرې کوي

د کولمبیا د سرحدي پولي له لارې ونزيويلا ته د مرستندویه توکه انتقال هم د پراخو نښتو سبب شو. بالاخره د کولمبیا حکومت مجبوره شو چې پر مرستندویه توکو بارو لاریو ته د بیرته ستنیدو امر وکړي.

د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیر کارلوس هولمیس تروجیلو، وویل چې د مادورو د رژیم له خوا له زور څخه په استفادې ونزيویلا ته د خوراکي توکو او درملو د ورتګ مخه ونيول شوه. 

دغه مرستې د خوان ګوایدو چې ځان د ونزيویلا ولسمشر بولي په غوښتنه له امریکا څخه ونزيویلا ته لیږدول کیدلې چې مخه ونيول شوه.

په سرحدي سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو او د اپوزیسیون له ځواکونو څخه د کولمبیا د ملاتړ په غبرګون کې د ونزيويلا ولسمشر نیکولاس مادورو د دغه هیواد په پلازمېنه کاراکاس کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د ده په وینا د «کولمبیا له فاشيستي حکومت» څخه وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې دې خپل ټول دیپلوماتان له ونزيویلا څخه وباسي.

د شنبې ورځې تر غرمې وروسته خوان ګوایدو په خپل تویتر کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ونزيویلا د ژغورنې له پاره دې ټول انتخابونه د میز پر سر کیږدي. په دې توګه خوان ګوایدو د ونزيویلا د بحران د حل له پاره نظامي حل لارې ته مخه کړې.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د دې وخت را رسیدلی دی چې د ونزيویلا د مایوسه شوو خلکو سره د مرستې په خاطر اقدام وکړو.»