1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو: ایران د القاعده شبکې نوې اډه ده

۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د شواهدو د وړاندې کولو پرته ادعا کړې چي القاعدې په ایران کي نوې عملیاتي اډه جوړه کړې او له افغانستان او پاکستان څخه یې خپل ځای تبدیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3nqmD
USA Außenminister Pompeo Kubapolitik
انځور: Saul Loeb/REUTERS

د متحده ایالاتو خارجه وزیر مایک پومپیو، ایران د القاعده شبکې سره په پټو اړیکو درلودلو تورن کړی او د ایران پر څو لوړپوړو چارواکو یې نوي بندیزونه وضع کړي دي. ایران دغه تورونه رد کړي دي.

مایک پومپیو دغه څرگندوني د سه شنبه په ورځ یعنې د دونالد ترمپ د جمهوري ریاست د دورې تر پای ته رسیدو یوه اوونۍ مخکي کړي او ظاهراً یې په دې اړه د جوبایدن په هکله هیله څرگنده کړې چی د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومی تړون په اړه خبری اتری دي له سره پیل کړي. دونالد ترمپ په ۲۰۱۸ م کال کي له دغه اتومي تړون څخه ووت.

پومپیو په یوې وینا کي ایران له القاعدې سره په پټو اړیکو درلودلو او له دغي ډلې څخه په ملاتړ تورن کړ. هغه د خپلې دغي ادعا د توجیه له پاره، هغو استخباراتي اسنادو ته اشاره کړې چي په دا وروستیو وختو کي له محرمانه حالت څخه راوتلي او دا بیانوي چي ایران، د القاعده د دوهم مهم کس محمد المصري، کوربه وو چي د اگست په میاشت کي ظاهراً د اسرائیلو له خوا ووژل سو.

شیعه مذهبه ایران او د القاعده سُني مذهبه ډله په اسلامي نړۍ کي، طبیعي متحدین هم نه دي او په ۱۹۹۶ کال کي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې چی القاعده ته یې پناه ورکړې وه، کړکیچڼي اړیکي درلودې. ایران تر دې دوه کاله وروسته، طالبان په مزارشریف کي د خپلو څو تنو دیپلوماتانو په وژلو تورن کړل.

که څه هم امریکایي چارواکو مخکې له دې د المصري او د هغه د لور مړینه چی د اسامه بن لادن د زوی کونډه وه تأیید کړي، خو پومپیو لومړنی کس دی چي په عام ډول یې په دې اړه خبرې کړي.

پومپیو ویلي دي: «ایران تصمیم نیولی دی چي القاعدې ته د یوه عملیاتي مرکز د جوړولو اجازه ورکړي او هغه هم په دې شرط چي د هغوی عملیاتي عناصر په دغه هیواد کي د ایران د رژیم له اصولو پیروي وکړي او د هیواد په دننه کي پاته سي.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي ایران تر ۲۰۱۵ م کال وروسته، د القاعده مشرتابه ته د تگ راتگ نوره آزادي ورکړې او د دغي ډلي له پاره یې ډاډمن پټنځایونه او د تدارکي ملاتړ زمینه برابره کړې. هغه ټینگار کړی چي القاعده اوس خپله رهبري په ایران کی مستقر کړې او د امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو اهدافو په وړاندي د بریدونو طرح کولو ته ادامه ورکوي.

ایران در گذشته چنین اتهامات را رد کرده است و اتهامات روز سه شنبه را نیز رد کرده است. سعید خطیب زاده، سخنگوی وزارت خارجه ایران اتهام های وارد شده از سوی پومپئو را تقبیح کرد و آن را «تکرار مقصر شناختن ایران و جعل شواهد غلط» علیه ایران عنوان کرد.

ایران په تیرو وختو کي دغه ډول تورونه رد کړي او د سه شنبه  د ورځي تورونه یې هم رد کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، نوموړي تورونه غندلي او رد کړي دي.