1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو د منظور پښتین پر ضد شکایت ثبت کړی

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

په سویلي وزیرستان کې پولیسو د منظور پښتين او د هغه له دوو سوو څخه پر ډیرو ملګرو د ترهګرې ضد قانون پر اساس شکایت کړې ده. بل لور ته چارواکو شمالي وزیرستان ته د نورو سیمو د خلکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/3O5IJ
Pakistan Manzoor Pashteen
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د «PTM» یا پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، چې په جنوبي وزیرستان کې د «دوتاني» او «وزیر» قبایلو ترمنځ د یوې خونړۍ شخړې د حلولو په موخه د یوې قومې جرګې د جوړولو په هڅو بوخت دی، د سیمه ایزو خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

پښتین په خپله یوه وینا کې حکومت ته خبرداری وکړ چې که حکومت د ولسي شورا غړي محسن داوړ او علي وزیر او ترڅنګ یي د دې تحریک نور په سلګونو نیول شوي کسان ژر آزاد نه کړي، نو هغه به دې ته اړ شي چې د اسلام آباد پر لور اعتراضي مارش وکړي.

د «پاکستان ۲۴» په نوم خبري انټرنټ پاڼې په حواله د پښتین پر ضد په «ایف آی آر» یا د شکایت کې ویل شوي دي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په شپه ( د اګست میاشتې ۱۴) د «PTM» په لسګونو غړو د غدارۍ جرم ترسره کړی. د پولیسو په حواله د منظور پښتین په کاروان کې شاملو کسانو د «PTM» زنداباد او د پوځي رهبرۍ پر ضد شعارونه ورکړي دي.

په ورته وخت کې د شمالي وزیرستان چارواکو د ۱۴۴مې قانونې مادې پر اساس دغې سیمې ته د نورو سیمو د اوسیدونکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

د شمالي وزیرستان د مرستیال کمیسار د حکم پر اساس دغه بندیز د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره وضع شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا پر حکومت تور لګوي چې دا بندیز یي شمالي وزیرستان ته د منظور پښتین د پلان شوي سفر د مخنيوي په خاطر لګولی دی.

د «PTM» غورځنګ د رهبرۍ غړۍ ثنا اعجاز، په حواله په کشمیر کې د زورزیاتیو اړوند کوم تورونه چې د پاکستان حکومت یي پر هند لګوي، هغه دوی په خپل هیواد کې دننه له خپلو خلکو سره هم کوي.

ثنا اعجاز دویچه ویله ته وویل: «موږ له کشمیر سره په بشپړ ډول همدردي لرو، خو د بشري حقونو هغه سرغړونه چې دا حکومت یي له خپلو خلکو سره کوي له دې سره دوی پخپله خپل اخلاقي او سیاسي دعوا کمزورې کوي. د کشمیریانو له پاره یو معیار او د پښتنو له پاره بل معیار. آیا دا د حکومت د دوه مخې سیاست نه دی؟»

د پاکستان پوځ تور لګوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر غړي د بهرنیو له خوا استعمالیږي. حکومت د دا ډول تورونو په اړه ثبوت نه دی وړاندې کړی، خو د یوې مودې راهیسې یې د دې غورځنګ پر غونډو نا اعلان شوي بندیزونه لګولي دي. د پاکستان خصوصي تلویزوني شبکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دې غورځنګ په اړه خبرونه خپاره کړي.

بل لور ته په بنو کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د ولسي جرګې له دوو غړو څخه د یوه ضمانت یي منلی او دویم یی بیرته زندان ته استولی دی. محکمې  په می میاشت کې د خړ کمر په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستي د تاوتریخوالي د پيښې په برخه کې د علي وزیر ضمانت رد کړی دی. په داسې حال کې چې په همدې سیمه کې د جون په میاشت کې د پوځ پر یوه موټر د برید د پيښې په مورد کې یي د محسن داوړ ضمانت بیا منلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلانو سترې محکمې  ته د رجوع کولو پریکړه کړې ده. پاکستاني چارواکو محسن داوړ او علي وزیر د دوه نیمو میاشتو راهیسي بندیان کړي دي. دوی په پيل کې د پښور محبس او وروسته د هري پور محبس ته ولیږدول شول. د وکیلانو په حواله تر اوسه پورې په ډیر شمیر استماعیه غونډو کې به کله هم دوسیي ورکیدلې او کله به هم د قاضي د نه موجودیت یا نه راتګ له امله ضمانتونه ځنډیدل.

شهزیب جیلاني