1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند: بېلاروس سره سرحد به تر مارچ مياشتې پورې تړلی وي

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

پولند د بېلاروس سره پر ګډه پوله د آزاد تګ راتګ او د رسنيو آزدۍ په تړاو د درې مياشتني بيړني حالت تر پای وروسته د محدوديتونو موده تمديد کړه. پولندي چارواکو یوازې تیره ورځ له سرحده د غیرقانوني اوښتو د ګڼو هڅو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/43hWF
Belarus Grenze zu Polen | Migranten | Zuspitzung der Lage
د پولند او بلاروس تر منځ سرحد رسیدلي مهاجرانځور: Oksana Manchuk/BelTA/AP/picture alliance

د آلمان خبري آژانس له وارسا څخه ليکي چې د پولند د کورنيو چارو وزير، ماريوس کامينسکي د سه شنبې ورځې په ماښام اعلان وکړ چې بېلاروس سره سرحدي سيمې به د بهرنيانو پر مخ د مارچ تر لومړۍ نيټې تړلې پاتې وي او په دې توګه په دې تړاو يو نوی قانون عملي شي.

پولند د سپتمبر مياشتې په سر کې له بېلاروس سره د ۳ کيلومتري سرحد په اوږدو کې بيړنی حالت اعلان کړ. د رسنيو خبريالانو او مرستندويه سازمانونو ته هم اجازه نه وه چې دغې سیمې ته داخل شي.

دغه اعلان شوی اضطراري حالت د سه شنبې ورځې په ماښام (د نومبر ۳۰مه) پای ته ورسيد او نور يې د غځيدلو امکان نه وو. خو اوس نوی قانون د پولند داخله وزير ته دا صلاحیت ورکوي چې د خطري وضعیت د پيښيدو په صورت کې، سرحدي سیمې ته د ټولو غیرځايي وګړو داخلیدل ممنوع کړي. ويل شوي چې استثنا به په ځانګړې توګه د خبريالانو له پاره د مقرراتو له مخې وي.

د بېلاروس او پولند تر منځ په سرحدي سيمه کې د غیرقانونی مهاجرتونو لړۍ د روان کال په اوړي کې پيل شوه. دغه مهاجر چې د مختلفو هیوادونو څخه دي، له بېلاروس څخه راځي. د پولند سرحدي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له سرحده  ۱۰۲ وارې په غير قانوني توګه د اوښتو هڅې شوي دي.

پولند بېلاروس سرحد ته د مهاجرو پر هڅولو تورنوي. دغه هیواد په وروستيو کې ويلي وو چې اوس بېلاروس مهاجر په ډلیزه توګه له سرحده اوښتو ته تشويقوي. بېلاروس بیا سرحد ته په لوی لاس د مهاجرو د هڅولو تورونه ردوي.