1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند: بلاروس اوس په ډليزه توګه مهاجر له سرحده اوښتو ته هڅوي

۱۴۰۰ آبان ۲۹, شنبه

د پولند دفاع وزارت وايي چې بلاروس اوس د دوی له سرحده د مهاجرو د اړولو له پاره له یو نوي تکتيک څخه کار اخلي. دغه وزارت د شنبې په ورځ پر بلاروس تور ولګاوه چې د مهاجرو کوچنۍ ډلې ګڼو سیمو کې له پولې اوښتو ته هڅوي.

https://p.dw.com/p/43HtD
Belarus Grenze zu Polen | Migranten | Zuspitzung der Lage
انځور: State Border Committee of the Republic of Belarus/TASS/dpa/picture alliance

د پولند سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ د مهاجرو له داسې نوو هڅو خبر ورکړ چې هڅه کوي د سرحد په ګڼو برخو کې په ډليزه توګه د بلاروس/سپينې روسيې له خاورې پولند ته داخل شي.

د پولند دفاع وزير، ماریوسز بلاسزکزاک، په دې اړه RMF راډيو ته وويل: «موږ باید د دغه واقعیت له پاره چې دا ستونزه به د میاشتو له پاره ادامه ولري، خپل چمتووالی ولرو.»

هغه زياته کړه: «اوس د مهاجرو او د بلاروس له لورې یو څه نوی غوندې ميتود په لاره اچول شوی دی...د مهاجرو کوچنۍ ډلې په ډیرو برخو کې له سرحده د اوښتلو هڅې کوي.»

د فرانسې خبري آژانس په حواله د پولند دفاع وزير پر بلاروس تور ولګاوه چې دغه کار ته سازمان ورکوي. د پولند دفاع وزير ويلي دي: «د پوښتنې له پاره هيڅ ځای نشته چې دغه حملې د بلاروس له خوا هدایت کیږي.»

Polen Verteidigungsminister Minister Mariusz Blaszczak unterschreibt Vertrag Raketenabwehr
د پولند دفاع وزير، ماریوسز بلاسزکزاکانځور: picture-alliance/PAP/P. Supernak

لويديځ پر بلاروس تور لګوی چې د بحران د ایجادولو له پاره مهاجر چې اکثره یې د منځني ختيځ له هیوادونو څخه د اروپايي اتحاديې سرحدونو ته راکاږي تر څو بیا له هغه ځایه په اسانۍ سره وشي کړی اروپايي اتحاديې ته داخل شي.

بلاروس بیا نه یوازې دا چې د لويديځ دغه تورونه ردوي، پر اروپايي اتحاديې نیوکه کوي چې مهاجر نه مني.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د جمعې په ورځ بي بي سي ته وويل چې دا «کاملا امکان لري» چې ځواکونه يې مهاجرو سره د اروپايي اتحاديې پولو ته په داخلیدو کې مرسته وکړي، خو دا يې رده کړه چې دغه کار د یو سازمان ورکړي ماموريت په چوکاټ کې ترسره کیږي.

لوکاشینکو وويل: «موږ سلاويان یو. موږ زړه لرو. زموږ سرتيري پوهیږي چې مهاجر غواړي آلمان ته لاړ شي... کیدای شي ځینې يې له هغوی سره مرسته کړي وي.» لوکاشینکو زیاته کړه: «خو ما هغوی دغه ځای ته دعوت کړي نه دي.»

Polen | Migration | Soldaten bewachen die Grenze zu Weißrussland
د پولند او بیلاروس تر منځ سرحدي سیمه کې ځای پر ځای شوي امنيتي ځواکونه او د مهاجرو د مخنيوی له پاره اغزن تارانځور: Maciej Moskwa/NurPhoto/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس زیاتوي چې دغه مهاجر چې ډيری ېې د عراق او کوردستان څخه دي، په زرونو ډالر لګوي تر څو د بلاروس سیاحتي ويزې تر لاسه او بیا له هغه ځایه اروپايي اتحاديې ته دننه شي. د پولند د سرحدي ځواکونو په خبره، یوازې د جمعې په ورځ د مهاجرو له خوا له سرحده د اوښتو ۱۹۵ مورده هڅې شوي دي.

د پولند سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ پر ټويټر وليکل: «۸۲ تنه بهرنیانو ته امر وشو چې د پولند له حريم څخه ووځي. دوه اوکرايني او يو آلماني تبع چې مرسته او تشويق يې کاوه نيول شوي دي.»

دوی زیاته کړې ده چې د مهاجرو له خوا په ډليزه توګه له سرحده د اوښتو ګڼې هڅې وشوې چې په هغو کې د مهاجرو تر ټولو لويه ډله ۲۰۰ کسیزه وه او پاتې نورې ډلې بيا د لسونو کسانو څخه متشکلې وې.

 آ/م.ک.ص./ا.ا.