1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دینیز یوجل د بندي کیدو کال وروسته د آلمان او ترکیې اړیکې

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

۳۶۵ ورځي په زندان کې: ژورنالیست دینیز یوجل په ترکیه کې د سیاسي بندیانو ږغ پورته کوي. زیاتره کسان هغه ته د آلمان او ترکیې ترمنځ هغو اړیکو کې یو برمته بولي چې دواړه حکومتونه یې د عادي کیدو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/2sfWi
Deniz Yücel, Demonstration gegen in der Türkei inhaftierte Journalisten
انځور: picture alliance / rtn - radio tele nord

دینیز یوجل د «موږ د ساعت تیرۍ له پاره دلته نه اوسیږو» تر سرلیک لاندې خپله مجموعه کې لیکي: «ما مخکی لا له هغو کسانو سره خبرې کړي وې چې شکنجه سوي او یا هم د هولوکاست له فاجعې څخه ژوندي پاتی سوي وو. خو اوس په دې پوه سوم کله چې سړی په خپله د داسې یوه دولت په منگولو کې زنداني نه وي، نو دا ډول څرگندونې په اصطلاح په بل ډول غوږ اوري. د هغه دغه مجموعه د نوموړي د بندیتوب د یوه کال د پوره کیدو په ورځ چې د ډیرو هنرمندانو او  ژورنالیستانو ملاتړ هم ورسره وو، خپره سوه .

 یوجل په خپله مقاله کې له زندان څخه لیکي چې څنگه یې له چنگیز سره ملاقات کړی،  کوم څوک چی په ۱۹۹۶ کال کې د کُردانو د PPK گوند د جنگیالي په توگه بندی سوی او د هغه حالت یې په جزئیاتو سره واضح کړی، پرته له دې چې هغه ورته څه ووایي، له سترگو یې پوهیدلی چی د ترکیې ځانگړي پوځ څومره  هغه شکنجه کړی دی.

یو کال بندیگرت پرته له اقامه دعوا

په استانبول کې د آلماني «هاینریښ بیول» د بڼسټ رییس کریستیان براکل دویچه ویله ته ویلي: «دینیز یوجل داسې یو کس دی چې په خپلو رپوټونو کې هیڅکله پټه خوله نه دی پاته سوی. هغه ښي او کیڼ اړخ ته کتلي او په ډیرو جزئیاتو یې هر څه بیان کړي.»

یوجل په ۱۹۷۳ م کال کې فرانکفورت ته نژدې په یوې ترکي کورنۍ کې زیږیدلی او وروسته یې د جرمني د «دي ویلټ» په نامه ورځپاڼې له پاره یې له ترکیې څخه رپوټونه ورکول. د ۲۰۱۷ کال د فرورۍ پر ۱۴مه پولیسو هغه ونیو او بندي یې کړ. دغه ۴۴ کلن چې ترکي - آلماني پاسپورت لري، د ۲۰۱۷ کال د مارچ راهیسې په ترکیه کې تر سخت امنیتي نظارت لاندې یوه زندان کې شپې او ورځي تیروي،  پرته له  دې چې د هغه پر ضد کومه رسمي دعوا وړاندی کړای سي. ډیری کسان هغه ته د ترکیی او آلمان د اړیکو د یوه برمته په سترگه گوري. د براکل په نظر د ترکیی پر حکومت باندې د هغه سختو انتقادونو نوموړی له دا ډول بدبختۍ سره مخامخ کړ. هغه زیاتوي «دا چې په لومړي سر داسې یو څه تر لاسه کړای سي چې آلمان د هغه د آزادیدو په بدل کې یو څه (ترکیې) ته ورکړي، سخته ده چې سړی یو څه ووايی.»، خو د دې هڅه سوې چې له هغه څخه د فشار د وسیلې په توگه کار واخیستل سي.»

پر نوموړي  باندې د «ولس راپاروونې او ترهگرۍ د پروپاگند» تورونه لگول سوي دي. د هغو اتو ژورنالیستي متنونو یادونه سوې چې یوجل د «دي ویلت» ورځپاڼې ته لیکلي دي.

په ترکیه کې خپلواکه قضا؟ هغه چې اردغان ترې خبره کوي

د ۲۰۱۶ کال په دوبي کې په ترکیه کې په ډله ایز ډول انسانان زندانونو ته واچول سول چې په هغو کې د دینیز یوجل په شمول لږ تر لږه ۲۸ آلماني ژورنالیستان هم شامل ول. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله پرته له شپږو کسانو نور ټول آزاد سوي چې پکښي د بشري حقونو فعال پیتر شتویتنر او ژورنالیسته او ژباړونکې میساله تولو هم شامل دي.

د ترکیې حکومت تل دا خبره کړې چې د هغه قضایي او عدلي ارگان خپلواک دی. خو د هاینریش بیول بڼسټ مشر بیا وایي چې دا خبره حقیقت نه لري. څو وخته مخکې لا تر سیاسي اغیزې وروسته دوه زندانیان په محبس کې پاته سول، دا په داسې حال کې چې سترې محکمې یې د آزادیدیو اختیار درلود.

د یوجل په قضیه کې په خپله رجب طیب اردوغان مداخله کوي او وایي چې «هغه په حقیقت کې یو جاسوس او ترهگر دی او نه کوم ژورنالیست».

Deutschland Solidaritätsaktion für in Türkei inhaftierten Journalisten
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د جرمني حکومت به ټول هر هغه څه تر سره کړي چی په قدرت کی یې وي

اردوغان  آلمان ته د یوجل د استولو په هکله وروسته وویل چې «په هیڅ صورت نه، تر هغه وخته چې زه ولسشمر یم، هیڅکله هم نه». خو کریستیان براکل وایي، ویل کیږي چې اردوغان د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل سره په خبرو کې په غیر رسمي توگه یو وړاندیز کړی، هغه دا چې: «دینیز یوجل د هغو ترکي پوځي غړو سره تبادله کړای سي چی په کودتا کې یې لاس درلود او په آلمان کی یې پناه اخیستې ده»

همدارنگه د آلمان صدراعظمې انگیلا میرکل دوې اوونۍ د یوجل تر بندي کیدو وروسته ویلی وو: «ژونالیستان باید وکولای سي خپله دنده تر سره کړي. له همدې کبله موږ د دینیز یوجل په فکر کې هم یو چې په ترکیه کې بندي دی او د هغه د آزادیدو غوښتنه کوو دا ځکه چې موږ فکر کوو چې هغه بل څه نه دي کړي پرته له دې چې خپله آزاده ژورنالیستي دنده یې ترسره کړي وي. د جرمني حکومت به د هغه د خلاصون له پاره  خپلهټول هغه څه تر سره کړي چی په قدرت کی یې وي.»

دینیز یوجل به پټه خوله پاتې نه سي

د کریستیان براکل په نظر دا به «یوه ناولې» معامله وي چې د دینیز یوجل تر آزادیدو وروسته  سړی نور د هغو ترکانو په هکله ونه غږیږي چې د بشري حقونو او دیموکراسۍ له پاره مبارزه کوي او په ډله ایزه توگه په زندانونو کې لادرکه کیږي.»

خو دینیز یوجل به په زندان کې بیا هم پټه خوله پاته نه وي، هغه غواړي هر څه په ځیر سره وڅاري، لیکنې وکړي او د ژورنالیست په حیث خپله دنده پر مخ بوزي. هغه په خپل نوي تازه خپور سوي کتاب «موږ د ساعت تیرۍ له پاره دلته نه اوسیږو» په خپله د دې ژمنه کړې ده.