1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماتانو د ایستلو امر وکړ

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

میاشتي میاشتي روسيې محتاطانه عمل کاوه، خو اوس جمهوررئيس پوتین د امريکا متحدو ايالاتو د نوو بندیزونو په مقابل کي دکریملین ډیپلوماتیکي عکس العمل وښوود.

https://p.dw.com/p/2hQTF
President Putin takes part in Navy Day celebrations Russland Präsident Vladimir Putin
انځور: Picture-Alliance/dpa/A. Nikolskyi/Sputnik

د روسيې جمهوررئيس ولاد يمير پوتين له «روسیه ۲۴» تلويزيوني چينل سره په یوه مرکه کي وویل، چي دغه اقدامات به د« امريکا متحدو ايالاتو له پاره ډیر دردونکي وي.»خو زما په نظر «بله چاره »نه وه. هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل چي د امريکا سنا د نوو بندیزونو د غچ اخیستني په جواب کي باید ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماتان ووزي.

همدا د تیري جمعې په ورځ لا د روسيې خارجه وزارت اعلان کړی وو چي تر سپټمبر مياشتي پوري باید په روسيه کي د امریکا د سفارت او قونسلگریو پرسونل ۴۵۵ تنو ته راکښته سي. دا په امريکا متحدو ايالاتو کي د روسي ډیپلوماتانو د تعداد مطابق دي. اوس بیا پوتین د امریکايي ډیپلوماتانو دوتلو دقیق تعداد معرفي کړ.

د روسيې د سمندري ځواک د ورځي په مناسبت حکومت د دغه خبر د اعلان پر وخت په ټوله روسیه کي له مسکو سره نژدې سمبولیک مهم ځای انتخاب کړی ؤ. پوتین وویل چي دغه ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماټان باید په روسيه کي خپل فعالیتونه متوقف کړي او د سپټمبر مياشتي تر لومړۍ پوري يې له هیواده ووځي. پوتین زیاته کړه چي په اوس وخت کي په امریکايي نمایندگیو کي «تر زرو اضافه» کسان کار کوي.

پوتین: زه د نورو بندیزو د وضع کیدو مخالف یم

ولاد يمير پوتين یو وار بیا تکرار کړه چي د امريکا متحدو ايالاتو نوي بندیزونه به د دواړو هيوادونو تر منځ مناسبات نور هم خراب کړي. هغه د یوې سختي مرحلې راتلو ته تیارئ وښود او ویې ویل چي «موږ ډیر وخت انتظار وکړ چي وضعیت به د سمیدو پر خوا روان سي»، خو هغه ته «په راتلونکي نژدې وخت کي انتظار نه سي کیدلای.» په خبره یې روسيه کولای سي د امريکا متحدو ايالاتو پر ضد نور تدابیر هم وضع کړي، خو اوس په نظر کي نه دي. «زه په اوس وخت کي د هغه خلاف یم.»

په همدې حال کی بیا امريکا متحدو ايالاتو د مسکو له دې تصمیم څخه تأسف ښکاره کړ، چي غواړي امریکايي ډیپلوماتان اخراج کړي. په واشنگټن کي د خارجه وزارت یوه استازي وویل: «دا د تأسف ځای دی او هم یو غیرعادلانه اقدام دی» د هغه په خبره د امريکا حکومت به دا وڅیړي چي دغه«محدودیت» له ځانه سره کومي اغیزي لري او د راتلونکي چلند په باب به مشورې وکړي.

د تیري پنجشنبه په ورځ د امریکا سنا د اروپا څخه پر انتقادونو سربیره د روسيې پرضد نوی بندیزونه وضع کړل. د بندیزونو د وضع کیدو دلیل د امریکايي استخباراتو هغه اټکلونه دي چي پر اساس یې د مسکو حکومت د امریکا د تیرکال د جمهوري رياست په انتخاباتو کي لاس وهنه کړې ده. روسيې دغه خبره تل رد کړې ده. سربیره پردې باید د کریمیا د نیمه ټاپو د الحاق په سبب روسيه مجازات سي.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ که څه هم د بندیزونو دغه فیصله لا امضأ کړې نه ده، خو د هغه د لاسلیک کیدو اعلان یې کړی دی.

د ترمپ دمخه جمهور رئيس بارک اوباما هم د خپل کار په اخره کي د روسيې پر ضد بندیزونه وضع کړي وه او په امریکا کي ۳۵ روسي ډیپلوماتان باید د کال تر اخره پوري له هیواد څخه وتلي وای. د هغه دلیل هم د جمهوري رياست په انتخاباتو کي لاس وهنه ذکر سوی وو. پوتین تر هغه راوروسته ځان عادي وښود او ویلي یې وه، چي په لومړي قدم کي به اوس کوم جواب ور نه کړي.

اوه میاشتي کریملین ځان چوپ ونیاوه او د دواړو هيوادونو د مناسباتو سمیدو ته یې انتظار وکړ. خو داسي معلومیږي، چي د ترمپ په دوره کي هم د مناسباتو د عادي کیدو انتظار نه سي کیدلای.