1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د لوهانسک سېمې د نيولو اعلان وکړ

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د اوکراین په ختيځي سيمې لوهانسک کې د بریا اعلان وکړ. دغه اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې اوکرایني ځواکونه د دغه ایالت له وروستي سنګر څخه ووتل.

https://p.dw.com/p/4Dd0V
Russland St. Petersburg | Wladimir Putin | International Economic Forum SPIEF
انځور: Maxim Shemetov/REUTERS

د روسېې دفاع وزیر، سيرګي شيوګو، د دوشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني غونډه کې د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وويل چې روسي ځواکونو د لوهانسک سیمه په خپل کنټرول کې راوستې ده. شیوګو پوتين ته وويل چې د يکشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له خوا د اوکرايني ځواکونو تر ټولو قوي سنګر ليسیچانسک ښار په نیولو سره «عملیات» بشپړ شول. پوتين د خپل دفاع وزير په ځواب کې وويل چې کومو ځواکونو چې د لوهانسک په بریا کې برخه اخیستې «باید استراحت وکړي او خپلې پوځې وړتیاوې لوړې کړې».

د لوهانسک والي سرهي ګایدای، د دوشنبې په ورځ وويل چې روسیه به د لوهانسک سېمې تر نيولو وروسته خپل د جګړې اصلي تمرکز ګاونډۍ سیمې دونيڅک ته واړوي. ګایدای له رويټرز خبري آژانس سره په مرکه کې وويل چې روسیه په دې هڅه کې ده چې د اوکراين ختيځه سیمه دونباس په بشپړه توګه ونیسي. هغه زیاته کړه چې تمه لري چې په دې لړ کې به په ځانګړې توګه د سلوفیانسک ښار او د باهموت ښارګوټی د روسي ځواکونو تر بریدونو لاندې راشي.

په عین وخت کې د سلوفیانسک ښاروال واديم لیاخ، د نښتو او ډزو څخه خبر ورکړی. لياخ د دوشنبې په ورځ پر فیسبوک ليکلي چې په دغو ډزو کې د ېوې لس کلنې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. سلوفیانسک په دونيڅک سیمه کې د لیسيچانڅک ښار په لويديځ کې پروت دی.

روسېه وايي لیسيچانسک ښار ېې نيولی، کيف ېې ردوي

Ukraine Mehrere Tote in Lyssytschansk
لیسيچانڅکانځور: Alex Chan Tsz Yuk/ZUMA Wire/IMAGO

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د روسېې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اوکراین په ختيځ کې ېې د لیسيچانڅک ښار نیولی دی، هغه ښار چې پر لوهانسک سيمه د مسکو بشپړ کنټرول تضمينوي.

د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۴مه نیټه) بیا اوکراین وويل چې له دې ښار څخه ېې خپل ځواکونه ایستلي او دا يې یو تکتيکي شاتګ ښودلی دی. اوکراین وايي دغه شاتګ یې د خپلو ځواکونو د ژوند ژغورلو په خاطر کړی خو زیاتوي چې ځواکونه به یې له سره منسجم شي او د لويديځ له خوا د مرسته شویو لرې واټن ويشتونکو وسلو په مرسته به بیرته خپلې حملې پیل کړي. د ليسیچانسک ښار د سختو جګړو او بمباريو په پایله کې ډیر تخریب شوی دی.

مسکو د دوشنبې په ورځ تر دې وړاندې ويلي وو چې د سيرودونيڅک ښار تر نيولو وروسته له يوې اوونۍ څخه په لږ موده کې د لیسيچانڅک ښار نيول په دې معنی ده چې دوی د لوهانسک سیمه نوره «خپلواکه» کړې ده. ويل شوي چې روسیه به د دغې سیمې اختیار د روسېې له ملاتړ څخه برخمن په خپل سر اعلان شوي د لوهانسک خلکو جمهوریت، ته وسپاري.

روسیې دغه په خپل سر خپلواکه اعلان شوې سيمه په اوکراین کې د جګړې له پيل څخه څو ورځې مخکې په رسميت وپيژنده، خو کیف او متحدین ېې بیا په رسميت نه پيژني. اوس مهال جګړه پر دونيڅک سیمه روانه ده چې لا هم د اوکراین په کنټرول کې ده.

اودیسه: د روسېې په توغندویز برید کې ۱۸ کسان وژل شوي

Ukraine Zerstörung in
د فبروۍ له ۲۴مې راهیسې په اوکراین کې په زرهاو ملکیان وژل شوي او ښارونه په ګنډواله بدل شوي ديانځور: Nicola Marfisi/UIG/IMAGO

په عین وخت کې د اوکراین د ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي، دفتر ويلي دي چې روسي ځواکونو په خارکيف سیمه کې د هستوګنې ساختمانونه په نښه کړي دي. خو د روسېې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې دوی په خارکیف کې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. خارکيف د اوکراین په شمال کې دویم ستر ښار دي. کيف پر مسکو تور لګوي چې ملکي سيمې په بیرحمانه توګه په نښه کوي، خو مسکو بیا دغه تورونه ردوي.

 په وروستيو ورځو کې د روسي ځواکونو پر توغندیو د ملکیانو د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي. د رپوټونو له مخې درې ورځې مخکې په اودیسه ښار کې د روسي ځواکونو پر توغنديو لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي. خو روسيه وايي چې دوی ملکي سيمې نه دي په نښه کړي.

روسیې په یوه تازه مورد کې پر اوکراین تور لګولی چې پر بلګورود او نورو سرحدي سیمو ېې ګڼ شمیر توغندي توغولي دي، خو اوکراین هيڅ کله د دغه ډول حملو مسئولیت نه دی منلي.

روسیې پر اوکراین د فبروري په ۲۴مه نیټه پوځي یرغل پيل کړ چې مسکو ورته د «ځانګړو عملیاتو» نوم ورکوي. تر اوسه په دغه جګړه کې په زرهاو ملکیان وژل شوي او ښارونه په ګنډواله بدل شوي دي.

ks/ms (RTR, AP)

د اوکراین جګړې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم وګورئ: