1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه، سوریه، ایران، روسیه، ادلیب، جګړه

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

د روسیې ولسمشر له خپل ترکیې سیال سره د سوریې د ادلیب ښار په اړه بحث کوي. دواړه مشران غواړي په ادلیب کې حالات د ځان په ګته بدل کړي. ترکیه نه غواړي چې د بشارلاسد ځواکونه پر دې ښار برید وکړي.

https://p.dw.com/p/34zDv
Teheran Treffen Putin Erdogan
انځور: picture-alliance/AA/R. Aydogan

دا له دوو اوونیو څخه په کمه موده کې دویم ځل دی چې د سوچي ښار د سوریې په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ترکي سیال رجب طیب اردوغان، د غونډې کوربه دی. دواړه ونه توانیدل چې د ایران په کوربه توب په یوې درې اړخیزې غونډه کې په د ادلیب په اړه یوه توافق ته ورسیږي.

ترکیه هڅه کوي چې پر ادلیب ښار باندې د سوریې د ولسمشر بشارلاسد د ځواکونو د یوه احتمالي برید مخه ونیسي. دغه ښار په سوریه کې د پاڅون کوونکو وروستۍ د مقاومت سیمه بلل کیږي. په دې ښار کې له درو میلیونه څخه ډیر ملکیان بند پاتې دي.

انقره اندیښه لري چې د دغه شان یوه برید په صورت کې به په زرهاو یاغیان او سلهاو زره ملیکان ترکیې ته راواوړي. اروپايي هیوادونه هم ورته تشویش لري. اروپايي ټولنه نه غواړي چې په سوریې کې د وضعیت د بیا خرابیدو په صورت کې یو ځل ډیر شمیر سوریايي مهاجر دې اوپا ته مخه کړي او له کبله یې په دې هیوادونو کې سیاسي او امنیتي فشارونه ډیر شي.

د ادلیب ښار نزدي ۶۰ سنله برخه د القاعدې پورې تړلې تحریر الشام ډلې تر کنترول لاندې ده. د ښار پاتې برخه بیا د ترکیې تر ملاتړ لاندې پاڅونکوونکو په لاس کې ده. د سوریې حکومت بیا هوډ لري چې له دې ځای څخه ټولې یاغي ډلې پر شا کړي.

د ترکیې پوځ د ادلیب ښار په شاوخوا کې ۱۲ پوستې لري. دغه پوستې له روسیې او ایران سره په همغږۍ کې جوړې شوې دي چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړې دي.

ویل کیږی چې ترکیې په تیرو اوونیو کې په ادلیب ښار کې خپلې پوستې لا پیاوړې کړي دي او له یاغیانو څخه یې خپل ملاتړ ډیر کړی دی. ترکیه هیله لري چې په سوریې کې د حالاتو له آرامیدو سره به په دې هیواد کې میشت څه نا څه ۳،۵ میلیونه ګډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

اردوغان له روسیې او ایران څخه غوښتي دي چې د تحریر الشام پر ډلې باندې فشارونه ډیر کړي او په دې ترتیب سره نورې پاڅون کوونکي د دغې ترهګر سازمان پر ضد راوپاروي. له دې سره ترکیه هڅه کوي چې د سوریې د رژیم د برید مخه ونیسي.