1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: په افغانستان کي له ټولو سره اړيکو ته اړتيا ده

۱۳۹۶ فروردین ۲۳, چهارشنبه

ولاديمير پوتين ويلي دي چي د نړۍ ډېر حکومتونه په يو ډول نه يو ډول له طالبانو سره تماس ساتي او زياته کړې يې ده چي په دغه هيواد کي د يوې ملي اجماع له پاره له ټولو اړخونو سره اړيکو ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/2b7A2
Wladimir Putin
انځور: picture alliance/dpa/T. Brakemeier

د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتین د دغه هيواد د «مير» (نړۍ) په نوم راډيو تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي: «د طالبانو په اړه، تاسي پوهيږئ چي د نړۍ ډېر حکومتونه په يو ډول نه يو ډول له هغوی سره په اړيکو کي دي. البته په هغوی کي ډېر افراطي عناصر هم سته. خو موږ او زموږ شريکان، ضمناً د ملگرو ملتونو استازي داسي گڼو چي په درو اصلو سره په افغانستان کي له ټولو اړخونو سره تماس نيولو ته اړتيا ده: د افغانستان اساسي قانون منل، وسلې پر مځکه ايښوول او بشپړي ملي هماهنگۍ ته لاس رسئ.»

د روسيې جمهوررئيس زياته کړه: «موږ داسي انگېرو چي له نورو گډونوالو سره یو ځای د افغانستان له يوه قانوني حکومت سره مرسته کوو او افغانستان له ستونزو څخه ژغورو او د يوه ملي پخلايني پر لور ئې بيايو.»

له افغانستانه د ترهگرۍ خطر ډېر جدي دئ

پوتين دغه راز په مرکه کي له افغانستان څخه د ترهگرۍ جدي خطر ته هم اشاره وکړه او زياته ئې کړه چي هيله ده روسيه به د دې ستونزي د مخنيوي له پاره په تاجيکستان کي خپل مېشت ځواکونه و نه کاروي.

هغه وويل: «دا [له افغانستانه د ترهگرۍ خطر] زموږ ټولو له پاره خطرناک دی. د افغانستان له اړخه د جنگياليو د راتيرېدو ډېري غمجني بېلگې لرو. زه اوس د مخدره موادو د قاچاق او انفرادي مجرمانو خبره نه کوم.»

هغه د قرغزستان پيښي ته اشاره وکړه چي څو کاله دمخه وسله والو ډلو هلته لاس رسی وموند او وروسته بيا له دغو ډلو سره د مبارزې له پاره د وسله وال ځواک اقدام ته اړتيا پيدا سوه.

پوتين ويلي دي: «موږ پوهيږو چي دا د روسيې له پاره څومره خطرناکه ده. دا تصادفي نه ده چي په تاجيکستان کي مو ۲۰۱ پوځي اډه فعاله ده.» هغه زياته کړه: «موږ اميدواره يو چي هيڅکله به داسي پيښه نه سي چي يا له وسله وال ځواک يا په تاجيکستان کي له ۲۰۱پوځي اډې څخه کار واخلو.»

د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتین دغه څرگندوني په داسي حال کي کړي چي پتېیل سوې ده د جمعې په ورځ په مسکو کي د افغانستان په اړه د سلا مشورو يوه غونډه جوړه سي.

د دې غونډي موخه په افغانستان کي ملي پخلايني ته د لار اوارولو له پاره سلا مشورې بلل سوې ده.