1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: لوېديځ د مهاجرت د روان بحران مسؤل دی

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د روسيې ولسمشر ويلي چي د مهاجرت د روان بحران ريښې په غرب کي دي او نبايد چي مسؤليت يې پر بېلاروس ور واچول سي. په عيني حال کي پولنډي پوليسو د يو بل مهاجر مړی موندلی دی.

https://p.dw.com/p/42yXd
Russland Belarus Alexander Lukaschenko und Wladimir Putin Videokonferenz
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik/REUTERS

ولاديمير پوتين په خپله تازه وينا کي د مهاجرت د بحران مسؤليت پر لوېديځ اچولی دی. د هغه په وينا د دغه بحران له پاره نبايد چي بېلاروس/سپينه روسيه مسؤل وبلل سي. پوتين د مهاجرت بحران د سوريې، عراق او افغانستان د جنګونو سره تړلی دی.

د روسیې ولسمشر مشر ولادمیر پوتين په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي اروپايي اتحاديه پر بېلاروس د بنديزونو د پراخولو چمتووالی له پاره نيسي.

د پوتين ځانګړې مرکه

ولاديمير پوتين په روسي تلويزيون کي په يوه مرکه کي دا پوښتنه کړې ده چي آيا بېلاروس د مهاجرو د ستونزو لامل او د بحران پېل کوونکی هيواد دی. د هغه په وينا د بېلاروس مسؤل بلل سمه خبره نه ده. هغه زياته کړې چي لوېديځ په دغه بحران کي مسؤل دی. د پوتین په وينا اروپايي هيوادونه هم په دغه مسؤليت کي برخه وال دي.

روسي ولسمشر د عراق، سوريې او افغانستان وسله والو جګړو ته اشاره کړې ده په کومو کښي چي د امريکا متحده ايالات او متحدین يې شامل ول.

پوتين د سوريې په جګړه کي د ولسمشر بشارالاسد ملاتړی او مرسته کوونکی دی. ولادمیر پوتین ويلي چي په بيلاروس کي راټول سوي مهاجر د همدغو جنګ ځپلو سيمو څخه دي او دا چي به دغه بحران کي د بيلاروس هيڅ سر و کار نسته دی.

روسي ولسمشر ويلي چي دا خبره هم د منلو وړ ده چي د هغو هيوادونو مهاجرينو و اروپا ته د تلو له پاره د بيلاروس لاره انتخاب کړېده، د کوم اتباع چي و بېلاروس ته د تلو له پاره ويزې ته اړتيا نه لري.

Belarus | Migranten in der Grenzregion zu Polen bei Grodno
په زرونو مهاجر د سپيني روسيې او پولنډ پر پوله بند پاته ديانځور: Leonid Shcheglov/BelTA/AFP/Getty Images

پوتين د پولنډ پر عسکرو تور ولګاوه چي هغوی د مهاجرو سره تاوتريخوالی کوي او د هغوی سر ته نژدې ډزي کوي، تر څو هغوی وبېروي. د روسيې ولسمشر وويل چي د پولنډ هيواد چارواکي پر سرحد باندي تېز څراغونه لګوي او په لاوډسپيکرانو کي په لوړ ږغ د سايرن ږغونه خپروي چي له کبله يې مهاجر ناقراره کيږي. پوتين ويلي چي غربي هيوادونو کي چي د اقوامو د حقونو کوم بيرغ پورته کړی دی، په وينا يې د پولنډ پر پوله حتی د هغه څرک لا هم نه معلوميږي.

روسي ولسمشر په دغه مرکه کي وويل چي د مهاجرينو په بحران کي د هغه هيڅ دخالت نسته او دا چي لوېديځ هيوادونه بېله کوم ثبوت څخه په دې تړاو تورونه ورباندي لګوي. پوتين دا خبره رده کړه چي ګواکي د روسيې هوايي شرکتونه مهاجر مينسک ته رسوي. پوتين هيله څرګنده کړه چي د بېلاروس ولسمشر اليکزانډر لوکاشېنکو او د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل به ډېر ژر د بحران د حل له پاره يو د بل سره خبري وکړي. روسيه د لوکاشينکو ملاتړی هيواد دی.

د ځوان سوريايي مهاجر مړی

د پولنډ پوليسو د بېلاروس سره پر سرحد د يوه سوريايي ځوان مهاجر مړی موندلی دی. د اروپايي اتحاديې پر ختيځه باندنۍ پوله دا نهم مرګ دی چي پيښيږي.

د پولنډي پوليسو په وينا د کوم مهاجر مړی چي موندل سوی دی، عمر يې د شلو کالو په شاوخوا کي دی. ويل سوي چي مړی يې په يو سرحدي کلي وولکا ټيرچووسکا کي تر ونو لاندي موندلی دی. پوليسو همدا راز ويلي چي مړی يې عدلي طب ته لېږلی چي د مړيني لامل يې معلوم کړي.

د څو مياشتو راهيسي د بېلاروس او پولنډ پر سرحد په زرهاؤ مهاجر راټول سوي دي او غواړي د پولنډ له لاري اروپايي اتحاديې ته داخل سي. پولنډ او اروپايي اتحاديه د بېلاروس پر ولسمشر لوکاشېنکو تور لګوي چي په قصد سره د نړۍ له بحراني سيمو څخه مهاجر بېلاروس ته جلبوي او بيا يې د اروپايي پولو پر لور رهنمايي کوي. له دغو څخه اکثره مهاجر د سوريې، عراق او افغانستان سره تړاو لري او په خورا ستونزمنو حالاتو کي پر پوله شپې او ورځي سبا کوي. پولنډي چارواکي هغوی پولنډ ته نه پرېږدي او د راپورونو له مخي د بېلاروس چارواکي هغوی بېرته له پر شاتګ څخه راګرځوي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.