1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۳ کې ۷۰ تنه ژورنالیستان وژل شوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبه

له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالې کمیټې ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې په ټولې نړۍ کې ۷۰ تنه ژورنالیستان د دندې پر مهال وژل شوي. د دغې کمیټې په حواله سږ کال ۲۹ تنه ژورنالیستان په سوریې او ۱۰ تنه نور په عراق کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1AiQp
انځور: picture-alliance/dpa

د هغو ژورنالیستانو په ډله کې چې په سوریې کې وژل شوي دي هغه ملکي ژورنالیستان هم شامل دي چې په خپلو ښارونو کې یې د جګړې په اړه د معلوماتو د راټولو هڅې کولې. پر دې سربیره د وژل شویو کسانو په ډله کې هغه سیمه ییز خبریالان هم شامل دي چې په سوریې کې یې له نورو نړیوالو رسنیو سره کار کاوه. په سوریې کې د وژل شویو ژورنالیستانو په ډله کې د الجزیرې سیمه ییز خبریال محمد المسلمه، هم شامل دی.

پر دې سربیره په ۲۰۱۳ کال کې په مصر کې هم شپږ تنه ژورنالیستان د دندې پر مهال وژل شوي دي. د دغو ژورنالیستانو له ډلې څخه درې تنه یې یوازې د روان کال د اگست میاشتې په ۱۴ نیټه ووژل شول.

له خبریالانو څخه د ملاتړ کمیټې مرستیال رابریت موهني، ویلي دي: «منځینی ختیځ د خبریالانو له پاره په یوې وژونکې سیمې باندې بدل شوی دی. په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د دندې پر مهال د خبریالانو د وژل کیدو کچه رالویدلې ده، خو په سوریې کې کورنۍ جگړې او عراق کې د بریدونو زور اخیستو د خبریالانو د مرگ ژوبلې کچه لوړه کړې ده.»

موهني زیاته کړې ده: «[له خبریالانو څخه د ملاتړ] نړیواله کمیټه پر ټولو هیوادونو او وسله والو ډلو باندې غږ کوي چې د دې خبرې درناوی وکړي چې خبریالان ملکي وگړي دي او د هغوي وژونکي باید محاکمه کړي.»

له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیواله کمیټه په نیویارک کې پرته ده. دغه کمیټه له ۱۹۹۲ کال راهیسې په نړۍ کې د دندې پر مهال د وژل شویو خبریالانو شمیرې له ځان سره ثبتوي. د دغې کمیټې چارواکو ویلي دي چې په دیرو مواردو کې خبریالان هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي چې یا خو د خبري موضوعاتو په اړه رپوټونو جوړوي او یا خو د هغو سیمو په اړه رپوټ ورکوي چې دوی په تکې اوسي او جگړه په کې روانه ده.

په ۲۰۱۳ کال کې هم ډیرو وژل شویو خبریالانو د جگړې پر مهال د رپوټ ورکولو په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو په عین حال کې یو شمیر ژونالیستان په خپلو هیوادونو کې د حساسو موضوعاتو په اړه تر رپوټ ورکولو وروسته د ناپیژندل شویو کسانو له خوا وژل شوي دي.

په برازیل، کولمبیا، فلیپین، هندوستان، بنگله دیش، پاکستان او روسیې کې یو شمیر خبریالان د پولیسو د خلاف کاري، قاچاق او یا هم ځینو نورو حساسو موضوعگانو په اړه تر رپوټ ورکولو وروسته وژل شوي دي. په تیرو لسو کلونو کې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳ کال کې په مکسیکو کې کوم ژورنالیست د دندې پر مهال نه دی وژل شوی.

اوس مهال له خبریالانو څخه د ملاتړ کمیټه د هغو ۲۵ ژورنالیستان د مړینې په اړه څیړنې کوي چې په ۲۰۱۳ کال کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو لا روښانه نه ده چې د هغوی مړینه له ژونالیستي کار سره اړیکه لري او که نه.

په سوریې کې د کورنۍ جگړې له پیل راهیسې ۶۳ ژورنالیستان وژل شوي دي. پر دې سربیره په دې هیواد کې شاوخوا ۶۰ تنه نور خبریالان برمته شوي دي چې اوس یې هم له ډلې څخه ۳۰ تنه لادرکه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب